Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بانکي اسانتیاو په موخه د نړۍوال بانک استازو او د سوداګرۍ خونې غونډه وکړه

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو د نړۍوال بانک له استازي سره وکتل.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو د بانکوالۍ په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کېدو او د افغانستان او د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ بهیر د چټکتیا په موخه د نړیوال بانک د استازي په حضور کې غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بیا پیلېدل، د کرنې میکانیزه کول، په ځانګړې توګه د کروندګرو لپاره د لمریزې انرژۍ د تولید له سیسټمه په ګټنې د سړو خونو جوړول، د قوش تېپې کانال د اوبو وېش او د هېواد نورې سترې پروژې د بحث چورلیز مسایل وو. 

دغه راز په دې غونډه کې د بانکي ستونزو د حل او د خصوصي سکټور د ملاتړ په اړه هم خبرې شوې دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوی غړی، خان جان الکوزی په دې اړه وايي: اوسنۍ کومې ستونزې چې له نړۍ سره د پېسو لېږد، ټي ټي او نورو مسایلو کې موجودې دي، ځینې بانکي ستونزې چې دي، په دې اړه هم خبرې شوې دي.

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالظهور مدبر وايي: که نړۍوال بانک د افغانستان له خصوصي سکټور، د کرنې او روغتیا په برخه کې یې مرسته کړې وي او دغه مرسته نغدي وي نو متشبثین کولای شي وده وکړي او ښه اغېز پرې لري. 

بل خوا، د کانونو او صنایعو خونه د نړیوال بانک د فعالیتونو د بیا پیلېدو پر اهمیت ټینګار کوي او وايي چې نړیوال بنسټونه په تېره بیا نړیوال بانک باید قانع کړای شي چې په افغانستان کې خپلې چارې بېرته پيل کړي.

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال، سخي احمد پیمان وايي: هیله من یم چې نړۍوال بانک کوم محدودیتونه لګولي دي، تبادلې چې نه کیږي، دغه محدودیتونه لرې کړي، دا به هم له افغانانو او هم له خصوصي سکټور سره یوه همکاري او مرسته وي.

اقتصاد پوه، سید مسعود په دې اړه وايي: که نړۍوال بانک وهڅول شي چې یو ځل بیا راشي باید د هغو ۷ زره ۵۰۰ پروژو چې د اته میلیارده ډالرو په ارزښت تر ۲۰۲۱ کال پورې یې ژمنه کړې وه، څه نا څه برخې یې بیا پیل کړي چې د بې روزګارۍ او بې وزلۍ کچه او د لګښت ستونزې ورسره راکمې شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د روان زېږدیز کال د سپټمبر پر ۲۸مه او ۲۹مه په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا د نړیوالو سازمانونو په ځانګړې توګه د نړیوال بانک د استازو په ګډون یوه غونډه وکړه چې په دې غونډه کې د افغانستان د پانګونې د فرصتونو او اقتصادي ودې په تړا بحث او خبرې وشوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه