Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کرنې وزارت: هېواد کې مو د کوکنارو بدیل کښتونه وېشلې دي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، دغه وزارت د نشه یي توکو د بدیل کښت په توګه پر کروندګرو د زعفرانو، اېنجې، پنبې، زغرو، الووېرا او کنجد بوټي وېشلي دي.

د دغه وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وایي، د کوکنارو د کرکېلې منعه کېدو په تړاو د اسلامي امارت د رهبر تر فرمان وروسته دمګړۍ د هېواد په هېڅ ځای کې کوکنار نه کرل کېږي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، مصباح الدین مستعین و ویل: « په طبي بوټو کې لکه د اینجې او اقتصادي هم لکه د زعفرانو، ستروسو او بېرو بڼوڼه مو جوړ کړې دي، چې د بدیل کښت پر ځای ترې کار اخیستل کېږي.»

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالظهور مدبر و ویل: « دا چې افغانستان ډېر ښه اقلیم لري، ډېری کښتونه موږ کولای شو د بدیل کښت په توګه وړاندې کړو لکه خواږه زعفران، غوزان، بادام، پسته، انګور، انار او ځینې نور کښتونه چې هر یو کولای شي په اقتصادي برخه کې ښه اغېزه وکړي.»

له دې سره سم، ځینې کروندګر بیا د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې د لا زیات ملاتړ غوښتنه کوي.

کروندګر، شاه محمد و ویل: « موږ ته ویل شوي، چې تاسو ته د غنمو په څېر تخمونه درکوو، نور تریاک او نشه یي توکي مه کرئ، تر اوسه یې موږ ته نه دي راکړي.»

بل کروندګر، محمد صابر و ویل: « له حکومته دا هیله لرو، چې موږ سره مرستې وشي، موږ ته اصلاح شوي تخمونه او نور وسایل و وېشي.»
 
تر دې وړاندې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي و چې، د کوکنارو د کرکېلې له منعه کېدو وروسته د کورنیو او بهرنیو بنسټونو په همکارۍ په ټول هېواد کې کروندګرو ته شاوخوا ۱۰۰ زره ټنه اصلاح شوي تخمونه  او ۲۰۰ زره ټنه کیمیاوي سره وېشل شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه