Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ګران‌بیه ډبرو د پروسس د مرکز جوړولو په موخه د غونډې جوړېدل

د کانونو او پټرولیم وزارت د ځينو هېوادونو د استازو په حضور کې د ګران‌بیه او نیمه ګران‌بیه ډبرو د پروسس مرکز د جوړولو په موخه غونډه جوړه کړه.

په دې غونډه کې دغه‌راز بهر ته د ډبرو د صادراتو، د کانونو د استخراج د جوازونو د صادرولو، د ګرانبیه او نیمه ګرانبیه ډبرو د پلور د مرکز د جوړولو او د کانونو لپاره د بازارموندنې په تړاو خبرې وشوې.

په دغې غونډه کې د ځينو وزارتونو، د افغانستان بانک، او د کابل ښاروالۍ مسوولان ګډون کړی وه.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي:«دا مرکز د دې لپاره دی چې، د ګرانبیه ډبرو استخراج په معیاري توګه وشي چې، ګران‌بیه ډبرې له ولایتونو کابل ته ولېږدول شي او دلته [په دغه مرکز] کې معیاري لابراتوارونه شتون ولري او دغه ډبرې [ګران‌بیه ډبرې] دلته لابراتوار شي.»

د کانونواو صنایعو خونه هم وایي چې، د ګران‌بیه او نیمه ګران‌بیه ډبرو د پروسس د مرکز جوړول به د هېواد د صادراتو او عوایدو په زیاتوالي کې مهم رول ولري.

د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان په دې هکله وايي:«زه فکر کوم چې، د ګران‌بیه ‌ډبرو د پروسس لپاره د دغه مرکز جوړول ډېر ګټور پرېوځي. له اقتصادي پلوه له دغه مرکزه ګټه اخیستنه څو برابره زیاتوالی مومي، د قاچاق مخه به ونیولی شي او د هغه ترڅنګ زموږ ملي عواید به زیاتوالی ومومي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ټینګار کوي چې، د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۲۱ مېلیون او ۷۰۰ زره ډالرو په ارزښت ګران‌بیه او نیمه ګران‌بیه ډبرې بهر ته صادرې شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد وايي:«افغانستان د ۱۳۰۳ په دوو ربعو کې د کابو ۲۱ مېلیونه او ۷۰۰ زره ډالرو په ارزښت ګران‌بیه او نیمه ګران‌بیه ډبرې صادرې کړې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې، په تېرو درېیو کلونو کې د اسلامي امارت چارواکو تل ویلي چې د کانونو د استخراج په ځانګړي ډول د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو په برخه کې یې ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه