Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تهران د اسعارو په بازار کې د افغانیو ارزښت ۴۰ سلنې لوړ شوی

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې په تېر یوه کال کې د تهران په بازارونو کې د افغانیو ارزښت د متحده عربي امارتو د درهمو او د ترکیې د لیرې پرتله لوړ شوی دی.

د دغو راپورونو په وینا د افغانیو ارزښت په ایران کې څلوېښت سلنه لوړ شوی چې دا یو ریکارډ دی.

اقتصاد وزارت د ډالرو د قاچاق مخنیوی، د صادراتو زیاتوالی او د بنسټیزو پروژو عملي کېدل د نورو اسعارو په تېره بیا د ایراني تومان پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت د لوړېدو لاملونه ګڼي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین، عبداللطیف نظري په دې اړه وايي: «سیاسي ټيکاو، روڼتیا او د مالي او اداري فساد لمنځه وړل، د بهرنۍ پانګونې جذب، د خلکو باور، په ملي کچه د لویو اقتصادي پروژو پلي کول، او د انفلاسیون او نرخونو کمېدل.»

له بلې خوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې له ایران سره هر کال د څه باندې دوه میلیاردو ډالرو سوداګریزه راکړه ورکړه کیږي او د ایران د تومان پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت لوړېدل د توکو د بیو له ټېټېدو سره مرسته کوي.  

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خان جان الکوزی وايي: «موږ له ایران سره په سیمه کې په رایجو پیسو سوداګري لرو او ډېری وختونه په تومان او افغانی ترسره کېږي؛ له همدې امله، کله چې زموږ په بازار کې د افغانۍ ارزښت د ډالر په وړاندې لوړ شي، د تومان په وړاندې هم لوړېږي، او د هغې ارزښت، لکه څرنګه چې ویل شوي، ۴۰ سلنه زیات شوی دی.»

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصیر رښتیا په دې اړه وايي: « کله چې د بهرنیو اسعارو ارزښت د افغانیو پر وړاندې لوړ شي، دا کولای شي په بازار کې د قیمتونو پر راټیټولو کې مثبت رول ولوبوي.»

د افغانستان بانک د معلوماتو لمخې، په تېر یو کال کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۷.۲۵ سلنه لوړ شوی او په تېرو شپږو میاشتو کې درې سلنه لوړوالی ښيي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه