Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ډبلیو اف پي: د فرانسې مرستې په زده کوونکو او امیندوارو مېرمنو لګول کیږي

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، فرانسې له افغانستانه سره ۳ اعشاریه ۳ میلیونه ډالره مرسته کړې ده. 

د خوړو نړۍوال پروګرام مسوولین وایي، دغه مرستې به له زده کوونکو، امیندواره ښځو او ماشومانو د ملاتړ په برخو کې ولګول شي.

د خوړو نړۍوال پروګرام د عامه اړیکو مسوول ضیاءالدین صافي طلوع‌نیوز ته و ویل: « د خوړو نړۍوال پروګرام د فرانسې له دولته په ښوونځیو کې د تغذیې او افغانستان کې د خوارځواکۍ مخنیوي خدمتونو لپاره د  ۳ میلیونه یورو لاسته راوړلو مننه کوي. دغه پیسې به د خوړو نړۍوال پروګرام سره مرسته وکړي چې، ۷۰ زره امیندوارو او شیدې ورکوونکو مېندو او ماشومانو ته د خوارځواکۍ مخنیوي لپاره ځانګړي خواړه برابر کړي او څه باندې ۵۰ زره زده کوونکو ته غني شوي بیسکویټ او نباتي غوړي و وېشي.»

اوس پوښتنه دا ده چې ولې له پراخو مرستو سربېره افغانستان کې اقتصادي ستونزې حل نه مومي؟ 

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالظهور مدبر په دې اړه وایي: « ډېری بهرنۍ مرستې زموږ اړتیاو لمخې د طبیعي پېښو په برخه کې کارول شوې، که په پراختیایي پروژو کې ولګول شي او دغه پروژې ښې مدیریت شي نو د کاري زمینو برابرېدو لامل کیږي.»

بل‌خوا اقتصاد وزارت وایي، اړتیا ده چې نړۍوالې مرستې تر ډيره پر بنسټیزو پروژو متمرکزې شي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وایي: « موږ د نړۍوالې ټولنې له مرستو مننه کوو او له دوی غواړو چې خپلې مرستې زېربنایي برخو ته ځانګړې کړي څو زموږ هېواد د ځان بسیاینې او باثباته پرمختګ په لور لاړ شي.» 

د کابل اوسېدونکي رشید و ویل: « له دولته مې هیله ده چې بیې ټیټې کړي. لرګي او د ډبرو سکاره ګران دي. څومره چې کار کوو موږ ته بسنه نه کوي.»

د ملګرو ملتونو د شمېرو لمخې، سږ کال په افغانستان کې تر ۲۴ میلیونه ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او دغه سازمان د کال په پیل کې افغانستان لپاره څه باندې درې میلیارده ډالرو مرسته غوښتې وه، خو تر اوسه یې د دې بودیجې کمه برخه ترلاسه کړې ده.

شریک یي کړئ