Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نوښتونو او غوره ابتکاراتو ملي نندارتون؛ ځوانان د ملاتړ غوښتونکي دي

د افغانستان د نوښتونو او غوره ابتکاراتو د دویم ملي نندارتون په دویمه ورځ، ځينې ګډونوال د سرپرست حکومت له چارواکو غواړي چې، د هغوی د تولیداتو په پراختیا کې ورسره مرسته وکړي.

دغه نندارتون تېره ورځ (یکشنبې) د کابل په بادام باغ کې پرانیستل شو او څلور ورځې په دوام ولري.

حسیب‌الله چې، د ځينو نورو ځوانانو په همکارۍ له کمو امکاناتو سره د شپږو میاشتو په موده کې یو پوځي موټر جوړ کړی او نندارې ته وړاندې کړی، طلوع‌نیوز ته وايي:«کله چې، اسراییل پر فلسطین برید وکړ؛ دا چې مسلمان هېواد دی او غواړ چې، اسلام له منځه یوسي، دا انګېزه د دې لامل شوه او ځان سره مې وویل کولای شو داسې څیز جوړ کړو او د فسلطین له خلکو ملاتړ وکړو.»

بل ګډونوال ضیاءالحق هم څرګندوي:«زه د خوشحالۍ احساس کوم چې، دا ډول یوه وسیله مې جوړه کړې چې، ان‌شاالله په راتلونکي کې کولای شي له هېواده دفاع وکړي.»

یو شمېر نور ګډونوال نندارې ته د خپلو تولیداتو پر وړاندې کېدو خوښ دي

ګډونوال نقیب‌الله په دې هکه وايي:«کولای شو خپل لاس وړاندې کړو او اوبه واخلو یا خپل لاس ومینځو، دا سیسټم د لابراتوارونو او روغتیايي مرکزونو لپاره دی او موږ دا سیسټم د کرونا په وخت کې په پام کې نیولی دی.»

د نندارتون د جوړولو مسوولان چې، د دغه نندارتون موخه د هېواد د ځوانانو نوښتونو ته وده ورکول بولي، دغه نندارتون ته د ورغلو کسانو له شمېره خوښ دي او له کورنیو او بهرنیو همکارو بنسټونو غواړي چې، له دا ډول ځوانانو ملاتړ وکړي.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښتونو رییس سید محسن سادات وویل:«د تېرې ورځې پرتله زموږ لیدونکي په ځلونو ډېر وو. تر اوسه څه باندې دوه زره نندارچیان مو ثبت کړي او هیله لرو چې راتلونکې ورځې له دې ډېر وي. موږ هیله لرو چې، د دغه نندارتون په پای کې ښه لاسته راوړنه ولرو.»

په دغه نندارتون کې د هېواد له ۲۱ ولایتونو شاوخوا ۳۱۸ پروژې چې، تخنیکي، روباټیک او د کرنې وسایل په‌کې شامل دي، د څلورو ورځو لپاره په ۸۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.
 
شریک یي کړئ