Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران د افغانستان د ټرانسپورټ په برخه کې ۶ میلیارده ډالره پانګونه کوي

د ایران د لارې او ښار جوړولو وزارت سلاکار او استازی وايي، تهران چمتو دی چې، د افغانستان د ټرانسپورټ په بنسټیزو برخو کې تر ۶ میلیارده ډالره پانګونې وکړي.

سید حسین میر شفیع له یوې ایرانۍ رسنۍ سره خبرو کې دغه راز زیاته کړې چې، له افغانستان سره د ټرانسپورټي چارو په برخو کې د همکاریو په زیاتېدو سره به د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي اړیکې لا پراخې شي.

سید حسین میر شفیع ویلي: « موږ د دواړو هېوادونو په ګډ کمیسیون کې د دغه چمتووالي اعلان کړی چې د افغانستان د ټرانسپورټ په زېربناو کې تر شپږ میلیارده ډالرو پانګونې کوو. افغانستان هم یو غني هېواد دی او ډېرې سرچینې لري.»

په ورته مهال د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او سفیر سره په کتنه کې د چابهار بندر د فعالیدو او پراختیا، ازادو اوبو ته د افغانستان د لاسرسي او دغه راز په افغانستان کې د نیمه کاره پروژو د بشپړولو په اړه خبرې وکړې.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت و ویل:« نوموړي د چابهار بندر د فعالولو او پراخولو له لارې ازادو اوبو ته د افغانستان د لاسرسي په برخه کې د ایران د هڅو یادونه وکړه او دا راز یې په افغانستان کې د ایران د نیمه پاتې پروژو د بشپړولو ژمنه وکړه.»

د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان له ایران سره د اقتصادي اړیکو پراختیا د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې مهمه ګڼي او ټینګار کوي چې په هېواد کې د لېږد رالېږد پر بنسټونو د ایران پانګونه ګټوره ده.

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالظهور مدبر وایي: « دا چې افغانستان د ایران د توکو لپاره یوه ښه بازار دی او دغه کولای شي یو ښه اقتصادي "شیریان" اوسي. ایران لېواله دی د افغانستان په زېربناو په ځانګړې توګه د ټرانسپورټ په برخه کې پانګونه وکړي او دا به له ایران سره زموږ د اړیکو په برخه کې ګتوره وي.»

د روانې اونۍ په لړ کې د ټولګټو چارو وزارت یو پلاوی ایران ته تللی او د دغه هېواد له چارواکو سره یې د وسپنې پټلۍ د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ