Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ۱۰ میاشتو کې افغانستان ته له ازبېکستانه د ۸۵۵ میلیون ډالرو صادرات

د ازبېکستان دولتي رسنیو په یوه راپور کې د روان زېږدیز کال په لسو میاشتو کې د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ په تړاو معلومات خپاره کړي دي. دغه راپور په دې موده کې روسیه، چین، قزاقستان، ترکیه، افغانستان، فرانسه او قیرغیزستان د ازبیکستان له تر ټولو مهمو صادراتي شریکانو بللي دي.

د دغه راپور لمخې، ازبیکستان افغانستان ته ۸۵۵.۹ ډالرو په ارزښت صادرات کړي او له افغانستانه یې د ۲۸.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات لرلي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خان جان الکوزی وايي: ازبېکستان په دې سیمه کې زموږ یو له ښو شریکانو دی چې ډیری واردات ترې لرو. ان زموږ ټرانزیټ هم له دغې لارې دی. ډیری حبوبات، نور توکي، ان سون توکي هم له ازبېکستانه راځي.  

بل‌خوا د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي چې افغانستان اوس له ازبیکستان سره ښې ټرانسپورټي اړیکې لري او هره ورځ شاوخوا ۶۵۰ افغان باروړونکي موټر د دغه هېواد بېلابېلو ښارونو ته تګ راتګ کوي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند، امام‌الدین احمدي په دې اړه و ویل: فعلاً تقریباً په ۲۴ ساعتونو کې د ازبېکستان بیلابیلو ښارونو ته ۶ نیم سوه لارې چې بیلابیل توکي پکې وي، تګ کوي. صادرات او واردات کوي چې دا د افغانستان لارۍ دي. دلته هم په زرګونو راځي او له دې لارې ټرانزیټ هم کوي. دا په دې مانا چې په دغه برخه کې اسانتیا راغلې او د توکو په بیه باندې مثبت اغیز کوي.   

ځینې سوداګر وایي چې له ازبیکستان سره د سوداګرۍ د زیاتولو لپاره اړتیا ده چې د دواړو لورو چارواکي د سوداګریزو وېزو او ټرانسپورټ په برخو کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي. 

سوداګر، امید حیدري وايي: د بهرنیو چارو وزارت له محترمې رهبرۍ مو دا غوښتنه ده چې لکه څرنګه یې مخکې موږ ته اسانتیاوې برابرې کړي، اوس هم د هېوادونو د ویزې اسانتیاوې برابرې کړي. څو زموږ تګ راتګ او صادرات او واردات اسان شي. 

ازبېکستان د مرکزي آسیا له هغو هېوادونو دی چې له افغانستان سره تر ټولو ډېره سوداګریزه راکړه ورکړه لري او څه موده وړاندې دغه هېواد د افغانستان د کانونو او پټرولیم له وزارت سره د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په ارزښت د جوزجان ولایت د «طوطي میدان» ساحې د ګازو د اکتشاف او استخراج لس کلن تړون لاسلیک کړ.

شریک یي کړئ