د رييس الوزرا اقتصادي مرستیال وايي، د افغانستان د ۲۱ لویو کانونو پر اکتشاف، استخراج او پروسس ۴۱۵ میلیارده افغانۍ پانګونې شوې دي.
د اقتصادي مرستیالۍ د معلوماتو لمخې، دغه پانګونې د سرو زرو، وسپنې، یاقوت، د کرومایت ډبرو، سمنټو، د ډبرو سکرو، سرب او جستو پر کانونو شوې دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمد الله فطرت و ویل:« له څه باندې درېیو کلونو راهیسې د شاوخوا ۴۱۵ میلیارده ډالرو په پانګونې د ۲۱ سترو کانونو د اکتشاف، استخراج او پروسس چارې پیل شوې دي. قرارداد شوي کانونه په هرات، غور، کندهار، تخار، بغلان، کابل او پروان کې موقعیت لري. دا کانونه د سرو زرو، کورمایټ، د ډبرو سکرو، سرب، جستو، سمنټو او یاقوتو دي.»
د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي پر کانونو پانګونه د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره ګټوره ګڼي او پانګوالو ته د نورو اسانتیاوو پر برابرېدو ټینګار کوي.
د اقتصادي چارو شنونکي، اسماعیل ځدراڼ و ویل: «که افغانستان کې د ګران بیه ډبرو د پروسس سیسټم ولګوي، کولای شي راتلونکي کې په اقتصاد او د بی کارۍ لمنځه وړلو کې ښه رول ولري.»
د اقتصادي چارو بل شنونکي، شمس الرحمن احمدزي و ویل: «د دې لپاره باید ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي، یو خو د امنیت مسله ده چې الحمدالله دې کې هېڅ ستونزه نشته او بله د نړۍوالې سوداګرۍ اصول دي، چې باید برابر شي ځکه اوس افغانستان نړۍوالو ډونرانو ته اړتیا لري.»
د اقتصادي مرستیالۍ په خبرپاڼه کې راغلي، د لومړنۍ سروې له مخې، افغانستان د ۳ ټریلیون ډالرو په ارزښت طبیعي سرچینې لري او اوس مهال د نورو لویو کانونو د جیولوژیکي او جیوفزیکي مطالعاتو کارونه بشپړ شوي او پانګوالو ته د دغو کانونو د سپارلو بهیر روان دی.