د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ترکیه کې د حلال استانبول نندارتون په پرانیستغونډه کې له ترکیې او نورو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو پراختیا مهمه بللې ده.
نورالدین عزیزي د دغه نندارتون جوړېدل د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې په برخو کې د اسانتیاو رامنځته کېدو په موخه د دوه اړخیزو، درې اړخیزو او څو اړخیزو غونډو لپاره ښه فرصت بللی دی.
عزیزي زیاته کړې: « دغه پروګرام کې د افغان پلاوي د ګډون موخه د افغانستان، ترکیې او سیمې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو لپاره د نویو فرصتونو رامنځته کول، نړۍوالو بازارونو ته د افغانستان د حلالو تولیداتو، محصولاتو او خدماتو پېژندنه او افغانستان ته د بهرنۍ پانګونې په ځانګړې توګه د دوست هېواد، ترکیې پانګونې جلب ده.»
د اسلامي امارت دغه چارواکي ترکیې ته بلنه ورکړې چې، افغانستان کې هم د ترکیې او افغانستان ګډ نندارتون جوړ کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ویلي: « د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې د ترکیې له جمهوریت سره خپله سوداګري پراخه کړي نو له همدې امله د ترکیې لوړپوړي پلاوي ته بلنه ورکول کیږي چې له خصوصي سکټور سره یوځای له افغانستانه لیدنه وکړي او افغانستان کې په یوه لوی نندارتون کې خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي.»
افغان سوداګر د استانبول په حلال نندارتون کې د افغانستان د خصوصي سکټور ګډون له ترکیې سره د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې اغېزناک ګڼي.
د غالیو د جوړولو او صادرونکو ټولنې رییس، نوراحمد نوري وایي: « د څه باندې ۱۲۰ هېوادونو د سوداګرۍ وزیران له دغه نندارتون لیدنه کوي، ځکه دغه نندارتون د افغانستان د غالیو سکټور لپاره ډېر مهم دی.»
د استانبول حلال نندارتون تېره ورځ (چهارشنبه) پیل او د نومبر تر ۳۰مې به دوام وکړي.
دغه نندارتون کې څه د پاسه دېرش افغان سوداګر په اتو غرفو کې د غالیو، ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو او وچې مېوې په ګډون افغاني محصولات نندارې ته وړاندې کوي.