Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د استانبول حلال نړۍوال نندارتون د افغان شرکتونو له حضور سره پای ته ورسېد

نن (شنبې، د لیندۍ په ۱۰مه) د ترکیې په استانبول کې د حلال څلور ورځنی نندارتون پای ته ورسېد.

په دغه نندارتون کې ۳۰ افغان شرکتونو بېلابېلو محصلات لکه غالۍ، کاني ډبرې او وچې مېوې نندارې ته وړاندې کړې.
  
افغان ګډونوال دغه نندارتون د هېواد د کورنیو محصولاتو د معرفي کولو او بازار موندنې لپاره ګټور ګڼي او د نورو بهرنیو نندارتونونو پر جوړېدو ټينګار کوي.

سوداګر عزم‌الدین خنجاني په دې هکله وايي:«دغه نندارتون ډېر اهمیت درلود. په دغه نندارتون کې ۱۲۰ هېوادونو ګډون کړی وو او خپل بېلابېل صادراتي جنسونه یې نندارې ته وړاندې کړل. هغوی د افغانستان جنسونو او مېوې ته چې، باکیفیه وو، ډېره لېوالتیا وښوده.»

بل سوداګر صابر هم وویل:«موږ په دغه نندارتون کې له امریکايي سوداګرو سره خبرې وکړې او له ترک سوداګرو سره مو هم غونډې لرلې. د غالیو د صادراتو په اړه مو بحث وکړ. هغوی له افغانستانه د غالیو د مسقتیمو صادراتو غوښتونکي شول او وړاندیز یې وکړ چې، ټول پړاوونه یې په ترکیه کې ترسره شي.»

په استانبول کې د افغان-ترک سوداګرو ټولنه هم د دغه نندارتون جوړېدل د افغاني محصولاتو بازار موندنې او د کابل او انقرې تر منځ د اړیکو د پراختیا لپاره ګټور بولي.
  
د دې ټولنې رییس ټینګار کوي، که‌چېرې سوداګرو او صنعتکاراتو ته اسانتیاوې برابرې شي، نو اقتصاد به وده وکړي او له نورو هېوادونو سره به د افغانستان سوداګري پراخه شي.  

د افغان-ترک سوداګرو ټولنې رییس عزت‌الله سادات وویل:«له سوداګرو سره باید همکارۍ زیاتې شي، ډېر پروګرامونه، کنفرانسونه او نندارتونونه جوړ شي چې، د افغانستان سوداګري وده وکړي.»

بل پلو، د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې، د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د استانبول حلال نندارتون په څنډه کې د ترکیې د جمهوري دولت له تاریخې او پرمختللې مطبعې لیدنه کړې. د دې مطبعې مسوولانو د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي په نوم یو سکه چې، په دې مطبعه کې وهل شوې ده، ښاغلي عزیزي او په ترکیه کې د اسلامي امارت جنرال کونسل ته د ډالۍ په توګه ورکړې ده.

شریک یي کړئ