Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اقتصادي مرستیالي: په منظور شویو پروژو کې ۳ میلیارده افغانۍ سپما شوې دي

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ وایي، د ملي تدارکاتو کمیسیون له لوري د منظور شویو پروژو په قراردادونو کې شاوخوا ۳ میلیارده افغانۍ سپما شوې دي. 

اقتصادي مرستیالۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ملي تدارکاتو کمیسیون تر اوسه ۳۱۷ لویې او کوچنۍ پروژې چې، ټولټال ارزښت یې شاوخوا ۸۵ میلیارده افغانۍ کېږي منظور کړې دي.

د اقتصاد وزارت په تړونونو کې سپما او د بیخ بنایي پروژو پلي کول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو ګڼي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري و ویل: « په پروژو او قرادادونو کې سپما د بودیجې د جبران، د نویو پروژو د پیل، د فساد کمولو او د اقتصادي پرمختګ په برخه کې مرسته کوي.»

له دې سره سم، د سوداګرۍ او پانګونې خونه د سرپرست حکومت له لوري په قراردادونو او پروژو کې سپماوې د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره ګټورې ګڼي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وایي: « که دولت سپما وکړي او د بې ځایه لګښتونو مخنیوی وکړي، دا ګام د هېواد په ګټه دی. ځکه له دغو سپما شویو په نویو پروژو کې ګټه اخیستل کیدایشي. سپما اړینه ده او باید ترسره شي.»

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ د مالوماتو لمخې، هغو پروژو کې چې ځینې یې بشپړې شوې او پر ځینو یې لا هم کار روان دی، نه یوازې د هېواد پرمختګ ته لار هواره شوې بلکې د سلګونو کسانو لپاره کاري زمینه هم برابره شوې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه د سرپرست حکومت له لوري په قراردادونو او پروژو کې سپماوې د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره ګټورې ګڼي.

شریک یي کړئ