د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان د صادراتو کچه ۶۶۷ اعشاریه درې میلیون ډالرو او د وارداتو کچه څه باندې پنځه میلیارده او ۲۵۰ میلیون ډالرو ته رسېږي.
د دې ادارې ویاند وایي، د تېر کال په همدې موده کې د افغانستان د صادراتو ارزښت ۷۲۰ اعشاریه ۹ میلیونه ډالر و، چې په روان کال کې ۵۳ اعشاریه شپږ میلیونه ډالره کم شوي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي: « د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان تر ټولو ډېر صادراتي توکي وچه او تازه مېوه: ۱۶۷ اعشاریه یو میلیون ډالرو په ارزښت، طبي نباتات: ۱۱۹ اعشاریه اووه میلیون ډالرو په ارزښت، کاني توکي: ۸۵ اعشاریه اته میلیون ډالرو په ارزښت او سبزیجات: ۶۶ اعشاریه څلور میلیون ډالرو په ارزښت دي.»
د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافع وویل: « زموږ د شمېرو لمخې تېرو دوو ربعو کې د افغانستان په کچه د ۶۶۷ اعشاریه درې میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او د پنځه میلیارده ۲۵۰ اعشاریه ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونه د افغانستان د صادراتو د راکمېدو اصلي لامل د افغانستان او پاکستان تر منځ سیاسي او سوداګریزې ننګونې یادوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي و ویل:« د صادارتو د کمښت اصلي لامل پاکستان کې رامنځته شوې ستونزې دي. لارې وتړل شوې، سیمه ییزې مالیې ولګېدې او تعرفې لوړې شوې. دغو مسایلو زموږ پر صادراتو اغېز وکړ، ځکه زموږ محصولات د پاکستان له لارې هند ته صادرېږي.»
د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالنصیر رښتیا هندي او پاکستاني بازارونو سره د افغانستان د تړون په اړه و ویل: « یوه ستونزه دا ده چې موږ له حده زیات پر هند او پاکستان متکي یو، لامل یې هم له دغو دوو هېوادونو سره زموږ د بازارونو ورته والی دی چې لوړ معیارونه نه غواړي، خو د نورو هېوادونو ته د صادراتو لپاره باید زموږ تولیدات د نړۍوالو معیارونو سره سم وي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو لمخې، که څه هم د تېرو درېیو کلونو پرتله ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ ته د افغانستان صادرات زیات شوي، خو لا هم د هېواد واردات شاوخوا ۹۰ سلنې او صادرات یوازې ۱۰ سلنې دي.