د بانک په نړۍواله ورځ، د افغانستان بانک ویاند طلوعنیوز ته ویلي چې، په تېر یوه کال کې یې د بانکولۍ په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه لرلي او اسلامي بانکولۍ هم په هېواد کې پراختیا موندلې ده.
د افغانستان بانک همدارنګه ویلي چې، په هېواد کې د بانکونو مسوولانو د بانکولۍ او د خدمتونو د وړاندې کولو په بېلابېلو برخو کې مهم ګامونه پورته کړي دي او بانکونو د خلکو د پیسو سپارل او د هېواد په بېلابېلو برخو کې د بانکونو د استازولیو پرانیستو زیاتوالی لرلی دی.
د افغانستان بانک ویاند حسیبالله نوري په دې هکله وايي:«د اسلامي بانکولۍ برخې پراختیا پیدا کړې، اوس ټول هغه معاملات چې، په سوداګریزو بانکونو کې ترسره کېږي، له سود پرته ترسره کېږي او ټول معاملات یې د اسلامي شرعت او اسلامي قوانینو په رڼا کې ترسره کېږي. همدارنګه د برېښنايي بانکولۍ په برخه کې، هم د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي.»
خو؛ لاهم د اسلامي امارت پر وړاندې، د امریکا او تړوني هېوادونو له لوري یې د مالي او بانکي بندیزونو په څېرې ننګونې پر خپل ځای دي.
بلخوا د چارو شنونکي ځينې وايي چې، افغانستان په هېواد کې د بانکوالۍ بېلابېل پړاوونه تجربه کړي او په تېرو درېیو کلونو کې د اسلامي امارت پر وړاندې د نړۍ مالي او بانکي بندیزونو، د بانکونو فعالیتونه نیم په ټپه درولي دي.
د اقتصادي چارو شنونکي سید مسعود په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«زموږ یو تر ټولو ستره ستونزه، هغه هم د یوه سیاسي تعامل په منځ کې چې، له بده مرغه د افغانستان پر وړاندې نیول شوی دي، په لومړي کې د افغانستان بانکي سیسټم فلج او اوس په حقیقت کې نیمه حرکت کوي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکی سیر قریشي هم وايي:«بانکونه کولای شي چې، د هېواد په اقتصاد کې حیاتي رول ولري او کولای شي د کورني ناخالص تولید د ودې په برخه کې، د افغانستان د اقتصاد ملاتړ وکړي.»
په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو څه باندې درې کاله تېرېږي او مسوولانو تل ټینګار کړی چې، د افغانستان او سیمې هېوادونو د ګټو پر بنسټ د سرپرست حکومت اصلي تګلاره اقتصاد محوره ده؛ خو له دې ټولو سره سره لا هم پر اسلامي امارت د نړۍ له لوري مالي او بانکي بندیزونه دوام لري.
د ډسمبر څلورمه د بانکونو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ هر کال په ټوله نړۍ کې خلکو ته د بانکي خدمتونو د وړاندې کولو په پار لمانځل کېږي.