د ملي پراختیا شرکت وايي، د قوش تېپې کانال د دویم فاز چارې شاوخوا ۸۱ سلنې بشپړې شوې دي.
د دغه شرکت د ویاند په خبره، دمګړۍ د قوش تیپې کانال د څلورو پلونو پر جوړولو کار روان دی چې، په دې سره زرګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د ملي پراختیا شرکت ویاند، نبي الله ارغندیوال و ویل: « د قوش تیپې کانال د دویم فاز چارې ۸۱ سلنې بشپړې شوې دي او چارې یې د پرمختللو ماشینونو او چټکې کاري ډلې له لوري روانې دي. سربندونه یې هم ۶۷ سلنې بشپړ شوي دي او ټول کارونه یې د نړۍوالو معیارونو سره سم پر مخ ځي.»
د کرنې او مالدارۍ خونه هم وايي، د قوش تېپې کانال د چارو په بشپړېدو سره به د هېواد په کرنیزو محصولاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.
د کرنې او مالدارۍ خونې د عامل پلاوي رییس، وسیم ساپي و ویل: « د قوش تیپې کانال په څېر پروژې د کرنې صنعتي کېدو لامل کیږي، تولیدات ډېریږي، کاري زمینې رامنځته کوي او هېواد کې د خوړو خوندیتوب وضعیت ښه کوي.»
د اقتصادي چارو شنونکي، سیر قریشي و ویل: « قوش تیپې کانال کولای شي د افغانستان د اقتصادي ننګونو د حل په برخه کې مثبتې اغیزې ولري، دا کانال کولای شي ۵۵۰ هکټاره وچه ځمکه خړوبه کړي او په لویه کچه د کرنې زمینه رامنځته کړي.»
د ملي پراختیا شرکت په پام کې لري چې، د فاریاب د اندخوی ولسوالۍ د کانال په وروستۍ نقطه کې د ۲۰ میلیارده افغانیو په لګښت د قوش تېپې کانال پروژې د دویم فاز د کیندلو چارې د روان لمریز کال تر پایه بشپړې کړي.
د ۲۸۰ کیلومټره اوږد د اوبو د دغه ستر کانال چارې د ۱۴۰۱ کال د وري په ۱۰مه پیل شوې چې، د مسوولینو په بشپړېدو سره به یې درې میلیونه جریبه كرنيزې ځمكې خړوبې شي.