Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې له کورنیو بې ځایه شویو سره د چین مرستې

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشرۍ وایي چې چین د ۲۷ زره او ۵۰۰ بې ځایه شویو کورنیو لپاره د کمپلو، د پخلنځي سیټونو، بوشکو او پلاستیکي ترپالونو په ګډون د بېلابېلو توکو مرسته کړې ده.
په افغانستان کې د دغه بنسټ رییس ویلي چې دغه اداره به وکړای شي د دغو مرستو له لارې ۱۷۵ زره افغانانو ته مرستې ورسوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ رییس عرفات جمال په دې اړه و ویل: « زه نن دلته یم څو د هغو بنسټیزو مرسته شویو توکو د تسلیمۍ په مراسمو کې ګډون وکړم چې د چین د ولسي جمهوریت لخوا د افغانستان اړمنو خلکو په ځانګړې توګه کورنیو بې ځایه شویو ته په سخاوتمندانه ډول ورکړل شوي دي. د دغو سخاوتمندانه مرستو له لارې به موږ وکړای شو چې له ۱۷۵زره افغانانو سره مرسته وکړو او ورکړل شوي توکي هغه بنسټیز توکي دي چې له خلکو سره به په ژمي کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرسته وکړي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ رییس د خپلو خبرو په دوام د افغانستان اړتیا ته په اشارې سره له نړۍوالې ټولنې غواړي چې افغانستان هېر نه کړي او زیاتوي چې په نړۍ کې شته کړکېچونو ته په پام سره، په افغانستان کې ډېر فرصتونه شته او خلک یې پخپله پرېکړه کوونکي دي.

ښاغلي جمال زیاته کړه: «موږ له نړيوالې ټولنې غوښتنه کوو چې افغانستان هېر نه کړي. موږ پوهېږو چې په نړۍ کې ډیر کړکېچونه شته، خو دلته لا هم فرصت شته او سره له دې چې ډېرې ننګونې شته، ډېری افغانان پخپله پرېکړه کوي.»

 هغه دغه راز له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو راستنېدل یوه ستره ننګونه بولي او زیاتوي چې دغه اداره له افغانانو سره په همغږۍ کې باید ډاډ ترلاسه کړي چې دغه راستنېدل په یوه ثابت او وړاندوینه شوي ډول ترسره شي، څو راستنېدونکي وکړای شي د هېواد په اقتصادي پرمختګ، ثبات او بدلون کې برخه واخلي.

د هغه په خبره: «له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو راستنېدل یوه ستره ننګونه ده چې افغانستان ورسره مخامخ دی.  د ملګرو ملتونو کډوالو په چارو کې د کمیشنر په توګه او له افغانانو سره په همکارۍ کې دا ده چې ډاډ ترلاسه کړو چې دغه راستنېدل په یوه د اټکل وړ او ثابت ډول ترسره شي او هغه کسان چې له پاکستان او ایران راستنېږي، وکړای شي د هېواد په اقتصادي پرمختګ، ثبات او وده کې ونډه واخلي.»

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د چین د سفارت سلاکار د دغه هېواد د مرستو په تړاو خوښي څرګنده کړې او ویلي چې د دې توکو وېش په ځانګړې توګه د ژمي په رانږدې کېدو سره خورا پر وخت دې کورنۍ لا ډېر ملاتړ ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ