Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د شتمنیو پر ازادولو ټینګار شوی

د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې د یوناما د مشرې په ګډون د بېلابېلو هېوادونو استازو له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

دغه غونډه کې د یوناما مشرې په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د مرستو برابرول اړین بللي دي. 

د یوناما مشرې، روزا اوتونبایوا و ویل: « موږ د میلیونونو ښځو، نارینه وو، نجونو او هلکانو لپاره د بشري مرستو او د لومړنیو بشري اړتیاو د ترلاسه کولو لپاره د اړینو شرایطو په رامنځته کولو کې د مرستې په لټه کې یو او د بسپنه ورکوونکو په مرسته، سږکال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستې ۱۵.۳ میلیونه خلکو ته رسیدلي دي.» 

بشردوستانه برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي، ټام فلیچر و ویل: « که څه هم په دې تړاو ډېر لږ خبرونه ورکول کیږي، خو افغانستان له یوه سخت بشري ناورین سره مخ دی.» هغه ټینګار کړی چې د افغانستان نیم نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري او زیاته کړې یې ده چې: « افغانستان په نړۍ کې تر ټولو سوډان دویم ناوړه بشري ناورین لري.» 

امنیت شورا کې د چین استازی وایي، بشري مرستې د ټولو افغانانو په حیاتي ګټو پورې اړه لري او باید د سیاسي فشار د وسیلې په توګه ونه کارول شي.

فو کونګ له امریکا غوښتي چې له قید او شرط پرته د افغانانو کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.

فوکونګ و ویل: « بشري مرستې د ټولو افغانانو په حیاتي ګټو پورې اړه لري او باید د سیاسي فشار لپاره د وسیلې په توګه ونه کارول شي. موږ له بسپنه ورکوونکو غواړو چې خپلې مالي پانګونې زیاتې کړي، په ځانګړې توګه امریکا دې له کوم قید او شرط پرته د افغانانو ټولې هغه شتمنۍ چې له هېواده بهر دي، بېرته ازادې او ورکړي.»

د اقتصاد وزارت بیا وايي، اسلامي امارت هڅه کوي چې د افغانستان هغه شتمنۍ چې د هېواد اقتصادي وده ورپورې تړلې ده، ازادې کړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري و ویل: « ځینې ستونزې د بندیزونو، بانکي محدودیتونو او د افغانستان د شتمنیو ګنل کېدو له امله رامنځته شوي دي. موږ هڅې کوو چې ژر تر ژره د افغانستان د خلکو شتمنۍ ازادې شي او د هېواد په اقتصادي وده کې ولګول شي.»

د امنیت شورا په غونډه کې د قزاقستان استازي هم ویلي، دغه هېواد د افغانستان د یوه سوداګریز شریک په توګه خپلو اقتصادي همکاریو ته دوام ورکوي.

هغه دغه راز ټینګار کړی چې، بېخ بنایي او ارتباطي پروژې چې افغانستان له نړۍوال سوداګریز، ټرانسپورټي، لوجسټیکي او د انرژۍ له سیسټمونو سره نښلوي، د هېواد د بیارغونې او د دغه هېواد عامو خلکو ته د کاري زمینو په برخه کې مهمې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه