Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېرو اتو میاشتو کې د څه باندې ۶۵مېلیون ډالرو په ارزښت د ډبرو سکاره صادر شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې، د روان لمریز کال په اتو مياشتو کې د ۶۵٫۶ مېلیون ډالرو په ارزښت  شاوخوا ۶۵۴ زره ټنه د ډبرو سکاره صادر شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد زیاتوي چې، دغه اندازه د ډبرو سکاره پاکستان، چین، ایران، هند او ترکيې ته صادر شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند زیاتوي:«د ۱۴۰۳ کال د اتو میاشتو په لړ کې، د ۶۵٫۵ ډالرو په ارزښت، کابو ۶۵۴ زره ټنه د ډبرو سکاره، پاکستان، ایران، ترکیې، هند او چین ته صادر شوي دي.»

بلخوا د کانونو او صنایعو خونه پر دې بارو ده که‌چېرې په هېواد کې د ډبرو د سکرو د صادراتو او پروسس برخې ته پاملرنه وشي، د هغوی د پلور له لارې به کورني عواید زیات شي.

د کانونو او صنایعو خونې مرستیال سخي احمد پیمان په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«په افغانستان کې په لویه کچه د ډبرو سکرو کانونه شتون لري؛ یوه د استخراج میکانیزه کېدل او بله موضوع د سیمې او نړۍ د بازارونو په مطابق، بیې باید تعریف شي.»

د اقتصادي چارو بل شنونکی عبدالغفار نظامي هم وايي:«د ډبرو سکرو صادرات یوازې یوه ګټه لري او هغه هم د حکومت لپاره د مالیې ترلاسه کول دي، کومه بله ګټه نه‌لري؛ که‌چېرې دغه د ډبرو سکاره دننه په هېواد کې استفاده شي، دا په ځلونو په بېلابېلو برخو کې په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې ګټور پرېوځي.»

د کانوو او پترولیم وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان د ډبرو سکرو د زېرمو ۷۰۰ کیلومټره کمربند لري چې، سور یې له ۳۵ تر ۴۰ کیلومټرو دی. دغه کمربند له بدخشانه پیلېږي او په هرات کې پای ته رسېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه