د شمال سکرو ډبرو شرکت د کابل ښاروالۍ په همکارۍ او د دولتي شرکتونو په څارنې سره، پلازمېنه کې د بازار له بيو په ارزانه نرخ د سکرو ډبرو د پلورلو چاره پیل کړې ده.
د دولتي شرکتونو رییس د دغې چارې لامل له اړمنو کورنیو ملاتړ بولي او ټینګار کوي چې دغه چاره له کابل سربېره په شاوخوا ولایتونو کې هم په پام کې نیول شوې ده.
د دولتي شرکتونو رییس، احمد جان بلال په دې اړه وايي: « د اماراتي شرکت لوی ریاست پرېکړه وکړه، څو سږکال د خپل اړوند شرکت، د شمال د سکرو ډبرو د شرکت له لارې د لوړ کیفیت زغال هېوادوالو ته په ارزانه بیعه وړاندې کړي، زموږ موخه دا ده چې د ژمي په را رسېدو سره هېوادوالو ته اسانتیاوې برابرې شي.»
د کابل د لسمې ناحیې رییس، نورالهادي نوري وايي: «دلته زموږ غریب او بیچاره ولس ته رسېدنه کېږي. د سړک غاړه ده تاسې یې وینئ، نو هرڅوک ورته رسېدنه کولای شي. که د کور ماشوم راشي، ښځه راشي او هرڅوک راشي نو په ډېرې روڼتیا او ایماندارۍ ورته ور کول کیږي.»
بلخوا، د کابل یو شمېر اوسېدونکي چې د ډبرو سکرو د پېرلو لپاره دلته راغلي دي، د اسلامي امارت پر دغه اقدام خوښي څرګندوي او له مسوولانو غواړي چې د نورو برخو په تېره بیا د خوراکي توکو بیو ته هم جدي پاملرنه وکړي.
د کابل اوسېدونکی، محمد کبیر وايي: « سکرو ډبرې یې موږ ته په شپږ زره شاوخوا په ډېر ښه قیمت سره برابر کړي دي. موږ ترې راضي یو، ځکه تر اوسه مو نشو اخیستی.»
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی، سید قاسم وايي: « موږ له حکومته غواړو لکه څرنګه چې یې موږ ته د سکرو ډبرې برابرې کړې او په ارزانه بیعه نو موږ ته دې نور په ځانګړې توګه خوراکي توکي هم همدا ډول برابر کړي.»
د شمال د ډبرو سکرو د شرکت د معلوماتو له مخې، کابل ته۱۲۰زره ټنه او کابل ته د ورڅېرمه ولایتونو لپاره ۴۰ زره ټنه سکاره په پام کې نیول شي دي او د یو ټن بیه ۶۵۰۰ افغانۍ ده.
په دې اړه مو اندونه