کابل کې د قزاقستان سفیر ویلي چې ددغه هیواد پانګوال افغانستان کې د کانونو او ترانسپورت په برخو کې پانګونې ته لیوالتیا لري.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وايي چې په کابل کې د قزاقستان نوي ټاکل شوي سفیر د دغه وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د کابل او آستانې ترمنځ د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا او کانونو او ټرانسپورټ په سکټورونو کې پانګونې ته د قزاقستان د لېوالیتا په تړاو خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد و ویل: د قزاقستان سفیر د خپل هېواد د مشرتابه پیغام شریک کړ او له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا او ټینګښت پر ارزښت یې ټینګار وکړ. هغه د کانونو او ټرانسپورټ په برخه کې د قزاقستان د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه.
بلخوا، د عمان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال هم کابل ته په خپل سفر کې د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیرانو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له غړیو سره په کتنه کې د کانونو او د نړیوالو لابراتوارونو د جوړېدو په برخه کې د دغه هېواد د سوداګرو د لېوالتیا په تړاو خبرې کړې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان په دې اړه وايي: په دغه کتنه کې د قزاقستان محترم سفیر افغان محصلینو ته د بورسیو برابرولو او د افغانستان په کانونو او نفتو او په ځانګړې توګه په انتي موني کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند، جان اقا نوید هم و ویل: پرېکړه پر دې وشوه چې خبرې اترې به هم دوام ولري. په نږدې راتلونکي کې وکړای شو له عمان سره سوداګریزې هوکړې ولرو. همدا راز ګډ شرکتونه جوړ کړو او د افغانستان او عمان ترمنځ اړیکې پراخې شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت مسوولانو په وار وار ټینګار کړی چې په اقتصاد محوره سیاست سره، له ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ سره د افغانستان اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخ شوې او په بېلابېلو سکټورونو کې د کورنیو تولیداتو په برخه کې هم د پاموړ پرمختګونه شوي دي.
په دې اړه مو اندونه