Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اقتصاد وزارت یوځل بیا په بشري مرستو کې د ا.ا لاسوهنه رد کړه

اقتصاد وزارت یو ځل بیا د بشري مرستو په بهیر کې د اسلامي امارت لاسوهنه رد کړه. 

د دغه وزارت ویاند وايي، اسلامي امارت په هېواد کې د فقر د کمښت او د اقتصادي ودې لپاره هڅې کوي چې، مرستندویه بنسټونو ته لا نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب و ویل: « مرستندویه بنسټونو له پیله تر اوسه د ملګرو ملتونو او اړوندو بنسټونو له لارې د امارتي ادارو له لاسوهنې پرته مرستې رسولې دي. موږ د اقتصادي ودې او د بې وزلۍ کچې ټیټولو په موخه هڅې کوو چې، دغو بنسټونو ته ډېرې اسانیتاوې رامنځته کړو.»

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي و چې، د روان زېږیز کال په نومبر میاشت کې د مرستو د رسونې په بهیر کې یې ۱۶۴ د لاسوهنې پېښې ثبت کړي چې، ۹۹ سلنې دغه لاسوهنې د اسلامي امارت د چارواکو له لوري ترسره شوې دي.

اوچا ویلي، چې دغه محدودیتونه تر ډېره په سویلي، مرکزي او لویدیځ سیمو کې و چې، د ۷۲ بشري پروژو د لنډ مهالي او دایمي ځنډ لامل شوي دي.

د اوچا په راپور کې راغلي: « په ټوله کې د لاسوهنې ۱۶۴ پېښې ثبت شوي چې، د تېر کال همدې مودې پرتله ۱۱ سلنې او د تیرې میاشتې پرتله ۵۶ سلنې زیاتوالی ښيي. د دغو لاسوهنو ۹۹ سلنې مسوولین اوسني چارواکي دي.»

اقتصادي کارپوهان د بې وزلۍ په کمولو کې د مرستندویه بنسټونو فعالیت د لنډ مهال لپاره ګټور ګڼي او په هېواد کې یې د فعالیتونو د زیاتوالي لپاره د یو مشخص میکانیزم پر رامنځته کولو ټینګار کوي.

د اقتصادي چارو شنونکي سیر قریشي و ویل: « که اوچا او نور بهرني بنسټونه له اسلامي امارت سره هوکړې ته ورسیږي او د بشري ناورین مخه ونیسي، په ځانګړې توګه په ژمي کې به ډېرې ښې پایلې ولري.»

د اقتصادي چارو بل شنونکي، عبدالنصیر رشتیا و ویل: « که دغه اقدامونه د افغانستان له حکومت سره په همغږۍ ترسره شي او پروژې د تېر حکومت په سټراټیژیک پلان سره مخته لاړې شي هم به کاري زمینې رامنځته شي او هم به مرستې اغېزناکې وي.»

د اقتصاد وزارت د معلوماتو لمخې، دمګړۍ په هېواد کې په ټولیزه توګه دوه زره او ۴۷۷ غیر حکومتي موسسې فعالیت کوي چې، دوه زره او ۱۹۹ یې کورنۍ او ۲۷۸ بهرنۍ دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه