د قزاقستان د ټرانسپورټ وزارت مرستیال ماکسات کالیاقپاروف وایي، قزاقستاني شرکتونه هوډ لري چې، د افغانستان د وسپنې پټلۍ لپاره ریل ګاډي او د اړتیا وړ ځینې نور تجهیزات تامین کړي.
د قزاقستاني رسنیو د راپور لمخې، دا به د شمال - سویل د ټرانسپورټ نړۍوال کوریډور برخه وي او دغه پروژه کې به د افغانستان په لویدیځ کې هرات ته نږدې د وسپنې پټلۍ هم جوړه شي.
هغه د "ټرانسپورټ او لوجسټیک بازار" د نړۍوالې غونډې په څنډه کې دغه راز زیاته کړې چې: « یو قزاقستانی شرکت اوس هم افغانستان کې د وسپنې پټلۍ د ځینو برخو پر جوړولو کار کوي.»
کالیاقپاروف په خبره، قزاقستاني "انټګرا" شرکت تر دې وړاندې هم د افغانستان په مالي ملاتړ د افغانستان او ایران ترمنځ د وسپنې پټلۍ جوړه کړې ده.
قزاقستان د افغانستان د یو مهم سیمه ییز شریک په توګه هڅه کوي چې د وسپنې پټلۍ په شان په بېخ بنایي پروژو کې د پانګونې له لارې د افغانستان په اقتصادي پراختیا کې اغېزمن رول ولوبوي.
د شمال - سویل د ټرانسپورټ نړۍوال کوریډور په چوکاټ کې دغه همکاري د دواړو هېوادونو لپاره ډېر سوداګريز او ټرانزيټي فرصتونه برابروي.
په دې اړه مو اندونه