Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له کروندګرو د ۳۸ ټنه اضافي غنمو پېرلو لړۍ بشپړه شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي چې د اسلامي امارت د مشر د فرمان له مخې، د هېواد په ۱۱ شمالي او سویلي ولایتونو کې له کروندګرو اضافي غنمو د پېرلو بهیر بشپړ شوی او ډېری دغه غنم په سیلوګانو کې زېرمه شوي دي.  

د دغه وزارت اداري او مالي معین وایي چې د اسلامي امارت دغه اقدام د کروندګرو د ملاتړ، د اړتیا پر مهال د غنمو د وېش او د احتکار د مخنیوي په موخه شوی دی.

د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اداري معین اغا جان اخند طلوع نیوز ته و ویل: « په ټولو ولایتونو کې غنم ځای پرځای شول او په ټولو ولایتونو کې مو په ګدامونو کې کېښودل او ګدامونه لاک او مهر شول. کوم غنم چې کابل کې مرکزي سیلو ته راروان دي تاسو یې ګوری چې موټرونه د خالي کولو په حال کې دي.»

بلخوا د د دغه وزارت د غلو دانو د سټراټېژیکې زیرمو رییس ډاډ ورکوي چې راټول شوي غنم په معیاري ډول ساتل کېږي.

دی زیاتوي چې د کندهار، هلمند، کندوز او بغلان ولایتونو غنم د کابل مرکزي سیلو ته لېږدول کیږي او د نورو ولایتونو غنم په شپږو نورو ولایتونو کې زېرمه شوي دي. 

قدرت الله حق ‌یار وویل: « د اسلامي امارت د رهبر د حکم پر بنسټ یو میلیارد افغانۍ د غنمو پېرلو ته منظورې شوې وې او په همدې پیسو په یوولسو ولایتونو کې غنم وپېرل شول او په اوو ولایتونو کې په خپلو زېرمو او ګدامونو کې ځای پر ځای شول.»

بلخوا د مرکزي سیلو مسوولان وايي چې د غنمو د ساتنې لپاره لازم امکانات لري. دوی د اضافي غنمو پېرل د هېواد د کروندګرو د ملاتړ لپاره اغېزناک بولي. 

 د مرکزي سیلو تخنیکي مرستیال ذکریا رسولي طلوع نیوز ته و ویل: « په ټولو هغو زېرمو کې چې غنم زېرمه کیږي وخت پر وخت ارزول کیږي او که چېرې کومه ستونزه وي پر وخت ورته رسېدنه کیږي. که چېرې د خزندو د راپیدا کېدو ستونزه راپورته شي موږ د دې امکانات هم لرو چې ځانګړې دوا پر وپاشو.»

د سیلو د مسوولانو د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټول هېواد کې د غنمو د زېرمه کولو پنځه سېلوګانې شته، چې د کابل سیلو د ۷۲ زره ټنو، د پلخمري سیلو د ۴۰ زره ټنو، د بلخ سیلو د ۴۰  زره ټنو او د هرات سیلو د ۲۰ زره ټنو غنمو د زېرمه کولو ظرفیت لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه