Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کرنې وزارت: افغانستان کې د زعفرانو حاصلات زیات شوي دي

د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي چې په هیواد کې د زعفرانو حاصلات د تیر کال په پرتله زیات شوي دي.

د زعفرانو د حاصلاتو د زیاتوالي لامل د باران زیاتوالی، د رعفرانو د کښت او راټولونې لپاره د نویو کړنلارو تجربه کول او کروندګرو ته د رعفرانو د نویو بوټو ویشنه بلل کیږي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، مصباح‌الدین مستعین وايي: له دغو کروندو څخه په ټوله کې شاوخوا ۴۰ مټریک ټنه زعفران راټول شوي دي چې هرات ولایت له تولید لمخې مخکښ دی ځکه ۹۰ سلنې یې له هراته دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه په نړۍوالو بازارونو کې د افغانستان د زعفرانو ارزښت ته په اشارې سره له افغان زعفران کارانو پر لا ډېر ملاتړ ټینګار لري.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خان جان الکوزی وايي:  «په دې برخه کې پرمختګونه شوي چې د هیلو وړ دي، خو کروندګر لا هم ډېرې مرستې ته اړتیا لري. دا ملاتړ باید هم د بهرنیو موسسو او هم د اسلامي امارت له لوري ترسره شي.»

د اقتصادي چارو شنونکی، محمد نبي افغان وايي: په اوسني وضعیت کې موږ ډېرې ستړې لرو. یو خو دا دی چې موږ نړۍوال بازار ته مستقیم لاسرسی نه لرو. پخوا به یو اس ای ډي او نورو په یو ډول نه یو ډول زموږ له بڼوالو سره مرسته کوله. دوی به ټرانسپورټ کې هم مرسته کوله خو له بده مرغه هغه اوس نشته.

د ویلو ده چې، د خوړو نړۍوال پروګرام په خپل وروستي راپور کې ویلي وو چې، د تخمونو او د لازمو امکاناتو د برابرولو په برخو کې به له افغان زعفران کارانو ملاتړ وکړي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه