د اقتصاد وزارت وایي چې، په روان لمریز کال کې لږ تر لږه د ۳۵۵ پراختیايي پروژو کار پيل شوی چې، ۵۴ سلنه یې بېخبنایي برخو ته ځانګړې شوي او د ځینو کار یې بشپړ شوی دی.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وایي چې، د دغو پروژو له منځه ۲۹۰ یې لا تر اوسه تر کار لاندې دي او ۱۹ نور یې په تدارکاتي پړاو کې دي.
د اقتصاد وزارت ویاند په دې هکله وویل:«د روان کال په لړ کې، کابو ۳۵۵ پراختیايي پروژې چې، له کورنیو عوایدو په پراختیايي بودیجه کې شامل دي او ټولې دغه پروژې د کاري فرصتونو او په تدریجي ډول د بېوزلۍ د کچې کموالي او اقتصادي ثبات لپاره طرحه او تطبق شوي دي او په پراختیايي پروژه کې ډېره ونډه بېخبنا برخې او د بېخبنا سکټور ته ورکړل شوې ده او کابو ۵۴ سلنه سرچینې پر بېبنايي پروګرامونو لګول کېږي.»
ورته مهال، ځینې کارپوهان له کورنیو سرچینو د دغو پروژو تمویل د هېواد د عوایدوپه زیاتېدو او د اقتصاد په پراختیا کې اغېزناک ګڼي او د افغانستان د اړتیاوو پر بنسټ پر لومړیتوبو ټينګار کوي.
د اقتصادي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ په دې هکله وايي:«د افغانستان د اقتصاد لپاره ارزښتناکه پرېوځي؛ د دې لپاره په افغانستان کې چې، هره پروژه تطبیق کېږي، د دې ترڅنګ د افغانستان اقتصاد پرمختګ کوي، د بېوزله کسانو لپاره د کار زمینه هم برابرېږي.»
د اقتصادي چارو شنونکي عیسی مبارز هم طلوعنیوز ته وویل:«باید لومړیتوب ورکړل شي چې، کومه پروژه، څه ډول تطبیق شي، کومې پروژې ته ډېره اړتیا ده او له کومې پروژې ډېر عواید ترلاسه کېږي. هر څومره چې، زموږ عواید ډېرېږي، او هر څومره چې، له پروژو ډېر عواید ترلاسه کېږي، پر هغې باید کار وکړو او ډېره پانګونه وکړو.»
د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې، پر ۱۵۷ پروژو چې، له تېرو کلونو نیمګړې پاتې شوې وې، لا هم کار روان دی او د اسلامي امارت بېلابېلو ادارې د بېوزلۍ د لهمنځه وړلو او د افغانستان د اقتصاد د ودې په موخه د راتلونکي کال لپاره هم پلانونه په پام کې لري.
په دې اړه مو اندونه