د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د قوش تېپې کانال د جوړولو په کار کې د چټکتیا لپاره د دولتي بنسټونو ترمنځ د همکاريو پر پیاوړتیا ټینګار لري.
د دغه وزارت ویاند وایي په هغه غونډه کې چې د کرنې وزارت او دولتي بنسټونو ترمنځ جوړه شوې وه د قوش تېپې کانال د دویم فاز د جوړولو په برخه کې پر خنډونو، حل لارو او پرمختګونو خبرې اترې شوي دي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، مصباح الدین مستعین وايي: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د محترم وزیر، عطاالله عمري په مشرۍ، د وزارت په مقام کې د څو نورو ادارو د مشرتابه په حضور کې د قوش تېپې کانال د کار چټکتیا او لا ښه والي په موخه، چې د دویم فاز کارونه ډېر چټک شي او مخ ته ولاړ شي، غونډه جوړه شوې وه.
په همدې حال کې د کانونو او صنایعو خونه، د قوش تېپې کانال د افغانستان له تر ټولو لویو اقتصادي او پراختیایي پروژو ګڼي او زیاتوي چې دغه کانال به د هېواد د کرنې د ودې او مدرنیزه کېدو او پر ځان بسیا کېدو په برخو کې مهم رول ولري.
د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال، سخي احمد پیمان وايي: قوش تېپه چې د افغانستان له لویو اقتصادي پروژو ده، په دې برخه کې لازمه ده چې ځینې وار لمخه کارونه وشي، لکه د کرنې د میکانیزه کولو او صنعت په برخه کې، د همدغې قوش تېپې کانال له امله باید زموږ کرنه پرمختګ وکړي او بیا د صنعت له لارې پروسس او بسته بندي شي او نورو ځایونو ته واستول شي.
د کابل د صنعتکارانو د ټولنې رییس، عبدالجبار صافی بیا وايي: په اقتصادي، ټولنیز او کرنیز، ټولو برخو کې ورته پلان جوړ شي نو دا پروژه به په اقتصادي برخه کې، کرنیزه برخه کې او د اوبو د مهار په برخه کې د افغانانو لپاره ډېره ګټوره تمامه شي.
د ملي پراختیا شرکت د شمېرو لمخې، اوسمهال د قوشتېپې کانال د دویم فاز د کیندې چارې ۸۱ سلنه مخته تللي او په دې برخه کې ۶۰ قرارادي شرکتونه د شپې او د ورځې کار کوي.
په دې اړه مو اندونه