کهڅه هم په ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې په هېواد کې په اقتصادي برخه کې بېلابېلې پروژې پیل شوې؛ خو بېکاري او بېوزلي هغه ننګونې وې چې، لا هم پر خپل ځای پاتې دي.
د دې ترڅنګ، د افغانستان پر وړاندې د نړۍ د اقتصادي بندیزونو نهلرې کېدل، طبیعي افتونه له هغې ډلې سېلابونه او د بشري مرستو کمېدل له هغو نورو مسایلو دي چې، هېواد کې یې اقتصادي ننګونې او ستونزې لا زیاتې کړې دي.
د خصوصي سکتور د مسوولینو په وینا، د پیسو د لیږد لپاره بانکي محدودیتونه او د افغانستان د شتمنیو کنګل پاتې کېدل په ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ پر وړاندې له مهمو ستونزو څخه وې چې، د بېوزلۍ او بېروزګارۍ لمن لا خوره کړې ده.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان آقا نوید هم وايي:«زموږ وړاندیز دا دی چې، موږ باید اقتصادي مسایل له سیاسي موضوع جلا کړو او اجازه ورکړو چې، د افغانستان خلک، سوداګر او د افغانستان خصوصي سکټور وکړای شي چې، خپل اقتصادي او سوداګریز فعالیتونه په ازادانه توګه ترسره کړي.»
د ملګرو ملتونو بېلابېلو بنسټونو له هغې ډلې د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا او د هغه نورو برخو په دغه کال کې په پرلهپسې توګه د بودیجې له کموالي اندېښنه څرګنده کړه.
اوچا په دغه کال کې د ملګرو ملتونو له خوا د ورکړل شویو مرستو د یادونې تر څنګ، په خپل وروستي راپور کې په ۲۰۲۵ کال کې له افغانستان سره د ۱۶ عشاریه اته مېلیونه وګړو د مرستې لپاره د ۲٫۴۲ مېلیارد ډالرو د اړتیا په اړه راپور خپور کړی دی.
په افغانستان کې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي دفتر رییسې ایزابېل موسارډ کارلسن ویلي:«موږ د دغه کال تر نومبره ویلای شو چې، د مرستهکوونکو له خوا د مرستې لپاره د اړتیا وړ ۳۱ تر ۳۲ سلنې بودیجه تامین شوې ده، یعنې د بشري مرستو د تامین لپاره د اړتیا وړ یوه ډېره اندازه بودیجه تامین شوې نه ده.»
په همدې ترتیب سره نړۍوال بانک هم د ۲۰۲۴ کال په وروستۍ میاشت کې د دوه پرلهپسې راپورونو په خپرولو سره د افغانستان اقتصادي وضعیت څېړلی دی. نړۍوال بانک وايي، د افغانستان اقتصاد د منځنۍ ودې نښې ښيي؛ خو لا هم مالي خنډونه، د سوداګرۍ نا انډولي او د پانګونې محدود ظرفیت په هېواد کې لویې ستونزې دي.
نړۍوال بانک د ۲۰۲۴ کال په خپل وروستي راپور کې په افغانستان کې د خوراکي توکو د خوندیتوب له جدي بحران څخه خبرداری ورکړی او ویلي، شاوخوا ۱۱٫۶ مېلیونه افغانان چې، د دغه هېواد د نفوس ۲۵ سلنه جوړوي، د خوړو له جدي نه خوندیتوب سره مخ دي.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب څرګنده کړې:«د خوړو له ناامنۍ سره مبارزه یوې جامع کړنلارې او نړۍوال ګډون ته اړمنه ده، د اقتصادي بندیزونو لرې والی او له پراختیايي پروګرامونو د نړۍوالې ټولنې ملاتړ چې، د کورنیو د اقتصاد د پیاوړتیا لامل شي، کولای شي د خوړو له ناامنۍ سره د مبارزې په برخه کې ډېره اغېزمنتیا ولري.»
دې ټولو ته په پام، د اقتصادي چارو ځينې کارپوهان د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې تخصص د بېوزلۍ او بېروزګارۍ په کمولو کې مهم ګڼي او په بېلابېلو برخو کې له نړۍوالو بنسټونو او د نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو او همکاریو پر پراختیا ټینګار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د اقلیمي بدلون پېښې لکه وچکالي او ویجاړونکي سېلابونه په افغانستان کې د خوراکي توکو د بحران او د بې وزلۍ د زیاتوالي له اصلي لاملونو څخه شمېرل کېږي.
په دې اړه مو اندونه