Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ارغندي سب سټېشن چارې ۶۰ سلنې بشپړې شوې دي

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د کابل په ارغندي کې د برښنا د ۵۰۰ کیلو ولټه سب سټېشن چارې ۶۰ سلنې بشپړې شوې دي.

د دغه وزارت ویاند مطیع الله عابد وایي، دغه سب سټېشن یوه له مهمو پروژو ده او په خبره یې، د چارو په بشپړېدو سره به یې د برښنا له اړخه تر ډېره د هېوادوالو ستونزې حل شي.

مطیع الله عابد و ویل: « د کابل د ارغندي سب سټېشن چې  ۵۰۰ کیلو ولټه به ۲۰۰ کیلو ولټه ته اړوي، په افغانستان کې لومړی ۵۰۰ کیلو ولټه سب سټېشن دی چې، سیول کارونه یې ۹۵ سلنې او برښنایي چارې یې سل سلنې بشپړې شوې دي. په ټوله کې د دغه سب سټېشن چارې شاوخوا ۶۰ سلنې بشپړې شوې دي.»

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د دغه سب سټیشن او دغه راز د بت خاک، تره خېل او چمتلې د پروژو په بشپړیدو سره به له ترکمنستانه کابل ته د زر میګاواټه برښنا را ولیږدول شي.

د چارو ځینې شنونکي د برښنا زیاتوالي په برخه کې دغه راز هڅې غېزناکي ګڼي. 

د اقتصادي چارو شنونکي، میر شاکر یعقوبي و ویل: « هرڅومره چې د سب سټېشنونو شمېر ډېر وي، په همغه اندازه د برښنا د لېږد کچه لوړیږي او بنسټیزو خدمتونو په ځانګړې توګه برښنا ته د خلکو لاسرسی ښه کیږي.»

تر دې وړاندې د اوبو او انرژۍ وزارت له خواجه الوان دښتې د کابل تر ارغندي پورې د دغې پروژې ټولیز لګښت ۱۸۳ میلیونه ډالره یاد کړی و او زیاته کړې یې وه چې، د دغې پروژې چارې به په دوو کلونو کې بشپړې شي او له ترکمنستانه به د زر میګاواټه برښنا په پېرلو سره د کابل او څېرمه ۱۳ ولایتونو د برښنا د پرچاوۍ ستونزه حل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه