Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بلخ کې د نفتو کارخونه چې ۲۴ ساعتونو کې د ۶۰۰ ټنو د پروسس ظرفیت لري

د پنځوس میلیونه امریکايي ډالرو پانګونې سره د تیلو دا چاڼ خونه د سیمه‌ییزو مسوولینو، پانګه والو او سوداګرو په حضور کې په بلخ ولایت کې پرانیستل شوه.

د مسوولینو په خبره د تیلو دا چاڼ خونه پر ۵۰ زره متره مربع ځمکه جوړه شوې چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۶۰۰ ټُنو خامو تیلو د پروسیس وړتیا لري.

د تیلو چاڼ خونې مسوول، سهراب صمدي وايي: دغه شرکت په ۵۰ زره متر مربع ځمکه د ابتدایي لګښت، ۱۵ میلیونه امریکايي ډالرو او اختصاصي ۵۰ میلیون ډالره لګښت، په ۷ میاشتو کې جوړ شوی دی.

د صنایعو او کانونو خونې مرستیال، محمد طاهر روشن زاده هم وايي: اړتیا ده چې اسلامي امارت د دوی د امتیازاتو او مالیاتو په برخه کې حد اقل دوه یا درې کاله دوی ته مالیه معاف کړي څو دوی پر خپلو پښو ودریږي.

د بلخ سیمه‌ییز مسوولین ددغو مراسمو پرمهال وایي اسلامي امارت په هېواد کې له پانګونې ملاتړ کوي او له همدې یې ۲۰۰ زره جریبه ځمکه د سوداګرو او پانګه والو ملاتړ په موخه صنعتي ښارګوټو ته ځانګړې شوې چې شل زره جریبه یې په بلخ ولایت کې  ده.

د بلخ والي، محمد یوسف وفا بیا وايي: که څوک بل ځای کې دي، که څوک په خارج کې دي. ټول دې خپل ولایت ته راشي، دوی ته به هر ډول اسانتیاوې برابرې شي او پانګونه دې وکړي.

د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رییس، احمد ضیا هم څرګنده کړه: موږ او تاسې ټول د دې شاهدان یو چې سالنګ، قوشتېپه، واخان او ټاپي او همداسې نورو وړو او لویو پروژو ترڅنګ هره ورځ په ولایتونو کې لسګونه کارخونې پرانیستل کیږي.

بل پلو ځینې کارګران د تیلو دې چاڼ خونې پرانیستل د کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې اغېزناک ګام ګڼي او له نورو پانګه والو غواړي چې د کاري فرصتونو برابرولو په موخه په کوردننه پانګونې وکړي.

د شاه محمد په نوم یو کارګر بیا وايي: دلته پانګونه وکړي، دا تاسیس کړي. هغو افغانانو ته چې دلته ژوند کوي هغوی ته کار پیدا شي. 

له دې سره هممهاله د تیلو دغې چاڼ خونې مسوولین د سرپرست حکومت له مسوولین غواړي چې لازیاتې سرچینې د دوی په واک کې ورکړي.

ځینې کارګران د تیلو دې چاڼ خونې پرانیستل د کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې اغېزناک ګام ګڼي او له نورو پانګه والو غواړي چې د کاري فرصتونو برابرولو په موخه په کوردننه پانګونې وکړي.

تصویر بندانگشتی

د پنځوس میلیونه امریکايي ډالرو پانګونې سره د تیلو دا چاڼ خونه د سیمه‌ییزو مسوولینو، پانګه والو او سوداګرو په حضور کې په بلخ ولایت کې پرانیستل شوه.

د مسوولینو په خبره د تیلو دا چاڼ خونه پر ۵۰ زره متره مربع ځمکه جوړه شوې چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۶۰۰ ټُنو خامو تیلو د پروسیس وړتیا لري.

د تیلو چاڼ خونې مسوول، سهراب صمدي وايي: دغه شرکت په ۵۰ زره متر مربع ځمکه د ابتدایي لګښت، ۱۵ میلیونه امریکايي ډالرو او اختصاصي ۵۰ میلیون ډالره لګښت، په ۷ میاشتو کې جوړ شوی دی.

د صنایعو او کانونو خونې مرستیال، محمد طاهر روشن زاده هم وايي: اړتیا ده چې اسلامي امارت د دوی د امتیازاتو او مالیاتو په برخه کې حد اقل دوه یا درې کاله دوی ته مالیه معاف کړي څو دوی پر خپلو پښو ودریږي.

د بلخ سیمه‌ییز مسوولین ددغو مراسمو پرمهال وایي اسلامي امارت په هېواد کې له پانګونې ملاتړ کوي او له همدې یې ۲۰۰ زره جریبه ځمکه د سوداګرو او پانګه والو ملاتړ په موخه صنعتي ښارګوټو ته ځانګړې شوې چې شل زره جریبه یې په بلخ ولایت کې  ده.

د بلخ والي، محمد یوسف وفا بیا وايي: که څوک بل ځای کې دي، که څوک په خارج کې دي. ټول دې خپل ولایت ته راشي، دوی ته به هر ډول اسانتیاوې برابرې شي او پانګونه دې وکړي.

د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رییس، احمد ضیا هم څرګنده کړه: موږ او تاسې ټول د دې شاهدان یو چې سالنګ، قوشتېپه، واخان او ټاپي او همداسې نورو وړو او لویو پروژو ترڅنګ هره ورځ په ولایتونو کې لسګونه کارخونې پرانیستل کیږي.

بل پلو ځینې کارګران د تیلو دې چاڼ خونې پرانیستل د کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې اغېزناک ګام ګڼي او له نورو پانګه والو غواړي چې د کاري فرصتونو برابرولو په موخه په کوردننه پانګونې وکړي.

د شاه محمد په نوم یو کارګر بیا وايي: دلته پانګونه وکړي، دا تاسیس کړي. هغو افغانانو ته چې دلته ژوند کوي هغوی ته کار پیدا شي. 

له دې سره هممهاله د تیلو دغې چاڼ خونې مسوولین د سرپرست حکومت له مسوولین غواړي چې لازیاتې سرچینې د دوی په واک کې ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه