Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ډالرو د بیو لوړوالی او پر بازار یې د اغېزو په اړه اندېښنې

له تېرې یوې اونۍ راهیسې په هېواد کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه ۳ افغانۍ لوړه شوې ده. 

د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وايي، افغانستان بانک باید د افغانیو د ثبات لپاره په دوامداره توګه ډالر بازارونو ته وړاندې کړي. 

د دغې ټولنې د مالوماتو لمخې، دا مهال د افغانستان په بازارونو کې یو ډالر په ۷۲ افغانۍ او ۳۰ پوله بدلیږي.

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې مشر، بهرام خان ځدراڼ و ویل: « مرکزي بانک تېرو درېیو میاشتو کې تېره ورځ د لومړي ځل لپاره د ډالرو لیلام کړل چې، د افغانیو پر ثبات یې مثبت اغېز وکړ، خو د افغانیو د تثبیت لپار نور ګامونه هم پورته شي. باور لرم چې راتلونکي کې به د افغانیو بیه بدله شي.»

د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیې لوړېدل نه یوازې په دې وروستیو کې بلکې له څو کلونو راهیسې په تېره بیا د خوراکي توکو د بیو لوړېدل د هېوادوالو له جدي ستونزو بلل کیږي.

د کابل اوسېدونکی، رحمت شاه وایي: « بیکاري زیاته ده. خلک نشي کولای چې خپلې اړتیاوې پوره کړي. له دولته غواړو چې د ډالرو بیې کنټرول کړي.»

د کابل بل اوسېدونکي، سید محمد و ویل: « د اوړو بیې ډېرې لوړې دي، له سهاره تر ماښامه ۵۰ افغانۍ کار کوم، د میاشتې له دوه زرو تر ۱۵ سوه افغانیو د کور  کرایه ورکوم. نه پوهیږم څه ډول ژوند وکړو. له دولته غواړو چې بیې کنټرول کړي.»

د لومړنیو توکو پلورونکي هم د افغانیو پر وړاندې د ډالر د بیې په لوړېدو د ستونزو له رامنځته کېدو او د کار له کمېدو شکایت کوي.

هټۍوال، سیدعلي و ویل: « موږ توکي په ډالرو اخلو او په افغانیو یې پلورو، نشو کولای چې همغه وخت صرافۍ ته لاړ شو او بدلې یې کړو، نو له دې امله دا زموږ ته زیان رسوي.»

بل هټۍوال، نایب و ویل: « له بده مرغه د ډالرو د بیو په لوړېډو اصلي زیان موږ غریبو او بیکاره خلکو ته رسیږي.» 

که څه هم افغانستان بانک په دې اړه څه نه دي ویلي خو دغه بانک وړمه ورځ (چهارشنبه) د افغانۍ د ثبات ساتلو په موخه د هېواد په بازارونو کې ۱۵ میلیونه ډالر لیلام کړل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه