Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د متقي د کتنو چورلیز؛ متحده عربي اماراتو سره د اقتصادي اړیکو پراختیا

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په متحده عربي اماراتو کې د دغه هېواد د اقتصاد له وزیر سره  پر بېلابېلو مسایلو  خبرې کړې دي . 

په دغه کتنه کې د کرنې د میکانیزه کولو، د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې، د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا، اماراتو ته د افغان کارګرو د استولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکوالۍ د اړیکو د عادي کولو په تړاو خبرې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو د رییس په وینا، په دې کتنه کې دواړو خواوو هوکړه وکړه چې د دغو مواردو د ښه پلي کولو لپاره تخنیکي ډلې وټاکل شي څو د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې پیاوړې شي.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس، ضیاء احمد تکل په دې اړه وايي: په دې کتنه کې د کانونو د استخراج، د کرنې میکانیزه کولو، په سوداګرۍ کې د اسانتیاو په رامنځته کولو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزيټ پراختیا، اماراتو ته د افغان کارګرو د لېږد، د بانکي اړیکو د عادي کولو، د سوداګرۍ خونو ترمنځ د همغږۍ په اړه هر اړخیز او تفصیلي بحثونه ترسره کړل.  

د اقتصادي چارو ځینې شنونکي وایي، د اسلامي امارت اقتصاد محوره سیاست کولای شي د افغانستان په اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي.  

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصیر رښتیا په دې اړه وايي: په هغه صورت کې چې موږ د عربي هېوادونو د پانګونې راجلبولو ظرفیت ولرو. نو امارات کولای شي د کارموندنې، اقتصادي پراختیا او کرنې برخو کې چې د افغانستان اتیا سلنې خلک په کرنه کې بوخت دي، په برخه کې همکاري وکړي.  

د اقتصادي چارو یو بل شنونکی، شاکر یعقوبي هم وايي: لکه څرنګه چې افغانستان له مالي ناورین سره مخ دی، په داسې وخت کې دا سفر کولای شي په زیربنايي پروژو کې د مالي جذب لپاره ښه رول ولوبول شي. په دې شرط چې موږ د نړۍوال مالي ملاتړ لپاره ښه سټراټيژي ولرو. 

د یادونې وړ ده چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په جلا کتنو کې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو له وزیر او د هند د بهرنیو چارو د وزیر له مرستیال سره پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او سوداګریزو مسایلو او د چابهار بندر پر اهمیت خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو د رییس په وینا، په دې کتنه کې دواړو خواوو هوکړه وکړه چې د دغو مواردو د ښه پلي کولو لپاره تخنیکي ډلې وټاکل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه