Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سوداګرۍ وزارت: د روسیې ګازو د ټرانزیټ هوکړې د وروستۍ کېدو زمینه برابره شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، سویلي اسیا ته د روسیې د ګازو د ټرانزیټ په برخه کې د هوکړې وروستۍ کېدو ته زمینه برابره شوې ده.

د دغه وزارت د ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په خبره، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست روسیې ته په خپل وروستي سفر کې د افغانستان له لارې سویلي اسیا ته د روسیې د ګازو د لېږد مسله مطرح کړې وه.

اخندزاده عبدالسلام جواد زیاته کړه: « د وزارت مشرتابه ۲۰۲۲ زېږیز کال کې روسیې ته په سفر کې د دغه هېواد له چارواکو سره سویلي اسیا او د سیمې بازارونو ته د روسیې د ګازو د لېږد مسله یاده کړه او دوی یې هرکلی وکړ. دا مسله د ۲۰۲۴ کال په لومړیو کې د کازان غونډې په څنډه او دغه راز افغانستان ته د روسي چارواکو په سفر کې څارل شوې ده.»

تر دې وړاندې روسي رسنیو راپور ورکړی و چې، دغه هوکړه به د کازان په ۲۰۲۵ کال فورم کې وروستۍ شي.

د اقتصادي چارو شنونکي، میر شاکر یعقوبي و ویل: « که دغه پروژه په عملي توګه افغانستان کې پیل شي، دا هېواد کولای شي د ټرانزیټ د حق له لارې ډېر عاید ترلاسه کړي. دغه راز د دې ډول پروژو پلي کول د کاري زمینو رامنځته کېدو، د بېخ بناو پراختیا، د کورنۍ پانګونې جلبولو او افغانستان ته د نړۍوالې سوداګرۍ د باور زیاتېدو لامل کیږي.»
 
د اقتصادي چارو بل شنونکي، عبدالغفار نظامي و ویل: « دا پروژه هغو هېوادونو ته چې، له اقتصادي بندیزونو سره مخ دي، هیلې وربښي او د افغانستان له خاورې د دې پروژو تېرېدل دې هېواد ته ښه فرصتونه رامنځته کوي او اقتصادي وړتیا یې لوړوي.» 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت دغه راز زیاتوي چې، د ازبیکستان، قزاقستان او ترکمنستان په ګډون د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د توکو د ټرانزیټ په تړاو خبرې او هوکړې شوي او هغوی هم چمتووالی اعلان کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه