Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ترکمنستان، په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان ۱۵۰ زره ټنه ګول سیخ پېري

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې، ترکمنستان په ۲۰۲۵ زیږدیز کال کې د افغانستان تولید ۱۵۰زره ټنه ګول سیخ پېري.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده جواد په دې هکله طلوع‌نیوز ته ویلي چې، افغانستان د ګول سیخ په تولید کې ځان‌بسیاینې ته رسېدلی دی.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي:«په دغو کارخونو کې په مستقیمه توګه درې تر څلور زرو تنو په کار بوخت دي. افغانستان د سیمې له هېوادونو سره د راکړې ورکړې په حال کې دی او تېر کال پاکستان ته ۶۰ زره ټنه ګول سیخ او په روان کال کې ترکمنستان ته د ۱۵۰ زره ټنه د صادراتو تړون لرو.»

ورته مهال د وسپنې د ویلې کولو د یوې کارخونې کارګر نصیراحمد وايي چې، په دغې کارخونې کې د ورخې ۲۰۰ تر ۳۰۰ ټنو ګول سیخ تولېدېږي، طلوع‌نیوز ته وايي:«له سوداګرو او له ټولو غواړم چې، دننه په هېواد کې پانګونه وکړي. په هېواد کې باید لوی شرکتونه جوړ شي چې، خلکو ته کاري فرصتونه رامنځته شي.»

بلخوا د دغې کارخونې مسوولان چې، نصیر احمد په کې کار کوي، ویلي چې، د ۳۰۰ تنو لپاره د کار زمینه برابره شوې ده او د هغوی یوازینۍ ننګونه، د برېښنا کمښت دی.

د وسپنې د ویلې کولو کارخونې مرستیال سید اصغر وايي:«په یوه کاري وخت کې د برېښنا له کمښت سره مخ یو. له موږ سره ۳۰۰ تنه کار کوي او اوس موږ ته ۱۲ ساعته برېښنا راکوي.»

د وسپنې د ویلې کولو ټولنې ویلي چې، په افغانستان کې د فولادو د تولید د کارخونو د ملاتړ لپاره، اسلامي امارت باید د وسپنې ځينې کانونه د هغوی په واک کې ورکړي.

د وسپنې د ویلې کولو ټولنې اجرايي رییس عبدالنصیر رښتیا څرګندوي:«له نېکه مرغه د افغانستان د فولادو سکټور لومړنی سکټور دی چې، خپل اومه توکي له هېواده چمتو کوي او شونې ده چې دغه اومه مواد تر راتلونکو دوو کلونو ختم شي. نو اړتیا لرو چې، د کانونو د استخراج ته مخه کړو؛ ځکه افغانستان د وسپنې پرېمانه کانونه لري او اړتیا ده چې، حکومت یو له کانونو په ځانګړې توګه د افغانستان د فولاد صنعت په واک کې ورکړل شي.»

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې، د وسپنې ډېر کانونه لري او اوس په هېواد کې، د وسپنې د ویلې کولو څه باندې ۴۰ کارخونې فعالیت لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه