Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملي پراختیا شرکت ته د یو مېلیون جریبه ځمکې ورکړه

د ملي پراختیا شرکت ویلي چې، د اسلامي امارت د مشر شیخ‌هبت‌الله اخندزاده د حکم پر بنسټ، دغه شرکت ته، د قوش‌تېبې کانال په اوږدو کې، یو مېلیون جریبه ځمکه ورکول کېږي.

د دغه شرکت د معلوماتو له مخې، چې، په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې پر دغې ځمکې، کرنیز او صنعتي کمپلکسونه جوړېږي.
  
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست دم‌ګړۍ د قوش‌تېپې کانال په اوږدو کې، د دولتي او شخصي ځمکو پر تشخیص کار روان دی. 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح‌الدین مستعین په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«دا ډېره ځمکه ده او دا ډېرو شیانو ته اړتیا لري، لکه تحقیقاتو ته اړتیا لري دا ځمکه د خاورې پېژندنې ته اړتیا لري او دا ځمکه تصفیې ته اړتیا لري او دا ځمکه راجستر ته اړتیا لري، کارونه یې روان دي ان‌شاالله له دوی سره په په ګډه کار کوو.»

د کرنې او مالدارۍ خونه د کرنیزو کمپلکسونو جوړول د کرنې د عصري کولو، د صادراتو د پراختیا او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې اغېزناک ګڼي.

د کرنې او مالدارۍ د خونې مرستیال میرویس حاجي‌زاده په دې هکله وايي:«په دې وروستیو کې چې، د شیخ صاحب امرالمومنین امر دی چې، باید کرنیز او د بسته بندۍ کمپلکسونه معیاري شي، له دغه کار سره کولای شو یو وارداتي هېواد په یوه صادراتي هېواد بدل کړو.»

د اقتصادي چارو شنونکی میرشاکر یعقوبي هم وايي:«ځمکه په افغانستان کې د پانګوالو لپاره یوه اړتیا ده. په هغه صورت کې چې، دغه ستونزه حل شي، او په کورني صنعت کې پرمختک کېږي او هم په افغانستان کې د پانګونې لپاره ډېر فرصتونه برابرېږي.» 

د ملي پراختیا شرکت د شمېرو له مخې، د قوش تېپې کانال د دویم فاز د کېندنې چارې ۸۱ سلنه مخته تللې دي او دغلته ۶۰ قراردادي شرکتونه د شپې او د ورځې کار کوي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه