Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان اقتصادي ناورین؛ بایډن د "ملي بېړني وضعیت" موده و غځوله

د امریکا ولسمشر د افغانستان په تړاو ملي بېړنی وضعیت چې، پر بنسټ یې د افغانستان له کنګل شویو ۷ میلیارده ډالرو یوه برخه په سویس کې د افغانستان اماني صندوق ته لېږدول شوې، د افغانستان د اقتصاد له پاشل کېدو د مخنیوي لپاره غځولی دی.

بایډن کانګرس ته په یوه لیک کې ویلي، د افغانستان بشري کړکېچ ته په کتو د دغه هېواد د اقتصادي پرځېدو د مخنیوي لپاره د ۲۰۲۲ د فبروري په ۱۱مه د اعلان شوي اجرایه فرمان موده غځول شوې ده.

بایډن ویلي، دا فرمان به د ۲۰۲۵ کال د فبروري له ۱۱ وروسته په افغانستان کې د بشري ناورین او اقتصادي پرځېدو د احتمال له امله پلی شي.

دغه فرمان کې راغلي: « په افغانستان کې بشري ناورین، د خوړو خوندیتوب، معیشتي ملاتړ، اوبو، روغتیا، روغتیا ساتنې او سرپناه ته د افغانانو د بیړنۍ اړتیا او د هیواد د اقتصاد احتمالي سقوط لا هم د متحده ایالاتو د بهرنۍ پالیسۍ او د ملي امنیت لپاره یو غیر معمولي ګواښ دی.»

خو اسلامي امارت وايي، د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره باید د افغانستان ټولې شتمنۍ چې د نړۍ له خوا کنګل شوې ازادې او د افغانستان بانک ته وسپاري.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري و ویل: « د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ باید ازادې شي، دا د افغانستان د خلکو حق دی د ازادۍ لپاره یې هر راز خنډونه له نړۍوالو حقونو سرغړونه ده.»

خو پیسې د یوه هیواد اقتصادي ثبات لپاره څومره مهمې دي؟

د اقتصادي چارو شنونکي، میر شاکر یعقوبي و ویل: « هر څومره چې د یوه هېواد د بهرنیو اسعارو او پولي ملاتړ زیات وي، د هغه هېواد پولي ارزښت هم لوړ وي. د افغانستان د پیسو له کنګل کېدو راهیسې د دغه هېواد سترې اقتصادي معاملې له ستونزو سره مخ شوې دي.»

۲۰۲۱ کال کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان شاوخوا ۷ میلیارده ډالره شتمني د امریکا او څه باندې دوه میلیارده ډالره د اروپايي هېوادونو له لوري کنګل شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه