Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نړۍوال بانک: افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب د تېرې لسیزې پرتله زیات شوی

په افغانستان کې بې وزلي، بې روزګاري او په ټوله کې اقتصادي ستونزې تل له هغو مسایلو ګڼل شوې چې تر اوسه ناحل شوې پاتې ده.

ګلاب د کابل یو له هغو لسګونو اوسېدونکو دی چې د بې روزګارۍ له امله اړ شوی چې له سهاره تر ماښامه د واټونو پرغاړه کار وکړي.

دی خپلې اقتصادي ستونزې داسې بیانوي.

د کابل یو اوسېدونکی، گلاب په دې اړه وايي: زموږ له دې پنچرمېنۍ هیڅ هم نه جوړيږي او شپه او ورځ لګیا یو. ۵۰، ۶۰ او کله اویا جوړیږي. په دغو پیسو هیڅ کار نه کیږي. 

د ګلاب په څېر نور کسان هم شته چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.  
  
د کابل یو بل اوسېدونکی، عبدالبصیر وايي: په کور کې ۱۲ کسه یو او یوازې زه یم چې کار کوم، مزدوري کوم، کور ته یې وړم او خدای یې برابروي. بس یوازې زه کار کوم. 
 
له دې سره هممهاله، نړیوال بانک د نړۍ د اقتصاد د لرلید په راپور کې ویلي، چې د کافي معلوماتو د نشتوالي له امله د افغانستان د اقتصادي وضعیت په تړاو اټکل کول ستونزمن کار دی.

دغه بانک افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې ګڼلی چې د خوړو د ناامنۍ کچه د تېرو لسیزو پرتله پکې خرابه شوې ده.  

 د اقتصادي چارو شنونکی، میر شاکر یعقوبي وايي: تر هغې چې د حکومت له لوري د کارموندنې په برخه کې لازمه کړنلاره په پام کې و نه نیول شي، طبیعي ده چې د وزګارتیا کچه به راټیټه نه شي. د بې وزلۍ کچه به هم ورسره همداسې لوړه وي.  

بلخوا، د روغتیا نړۍوال سازمان له غزې نیولې تر افغانستان پورې د نړۍ په ناورین ځپلو سیمو کې له ۳۰۰ میلیونه کسانو سره د مرستې لپاره د ۱.۵ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې ده. 

 د روغتیا د نړۍوال سازمان رییس، ټډروس آدهانوم گبریسوس وايي: «نن د روغتیا نړیوال سازمان خپله کلنۍ بېړنۍ غوښتنه خپره کړه او په بیړنیو شرایطو کې یې د ژغورنې د هڅو د ملاتړ لپاره د ۱.۵میلیارد ډالرو غوښتنه وکړه، څو د نویو ناورینونو پر وړاندې ژر غبرګون وښیو.»

خو اقتصاد وزارت ټینګار کوي چې اسلامي امارت د بې وزلۍ او بې روزګارۍ د کچې د راټيټولو لپاره بېلابېل پلانونه په پام کې نیولې دي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین، عبداللطیف نظري په دې اړه وايي: نړۍوال بانک چې کوم نه خوندیتوب یاد کړی دی د هغه لامل دا دی چې په ژمي کې لارې تړل کیږي او ځینو سیمو ته مرستې نه رسیږي او وزګارتیا هم موسمي وزګارتیا ده. اسلامي امارت د کارموندنې او د وزګارتیا د پاېته رسولو لپاره لارې چارې ترلاسه لاندې لري.   

د خوړو د ناامنۍ د زیاتېدو په تړاو د نړۍوال بانک راپور په داسې حال کې خپرېږي چې تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو د افغانستان پر بشري ناورین اندېښنه څرګنده کړې وه او زیاته کړې یې وه، چې په روان زېږدیز کال کې د دغه هېواد له نیمایي زیات وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.  

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه