Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا د بهرنیو مرستو د درېدو د حکم په تړاو اندېښنې

وروسته له هغې چې، د امریکا ولسمشر د دغه هېواد بهرنۍ پراختیايي مرستې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې؛ اوس اوس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت، د ټولو بهرنیو مرستو د ځنډېدو امر کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور لمخې، په دې حکم کې د اسراییل او مصر لپاره د نظامي مالي چارو ته معافیت په پام کې نیول شوی؛ خو د افغانستان په ګډون د هېڅ بل هېواد چې، له امریکا بشري مرستې ترلاسه کوي، په یاد معافیت کې نوم نه‌دی راغلی.

د امریکا پراختیايي مرستې په داسې حال کې درول شوي چې، په افغانستان کې د بشري ناورین په تړاو اندېښنې پر خپل ځای دي.

عسکرالله د کابل یو له زرګونو اوسېدونکو دی چې، له اقتصادي ستونزو کړېږي. هغه د طلوع‌نیوز خبریالې ته وايي:«پیسې هم نشته او کار هم. غریبي هم نه‌ده پاتې، زه له کوره ځم او دلته وایم خدایه هر څه چې، ته راکوې را وې رسوې.»
  
که څه هم د هغه عمر د سختو کارونو نه‌دی؛ خو بې‌وزلۍ او د ژوند مجبوریت دې ته اړ کړی چې، د خپلې کورنۍ لپاره د یوې نمړۍ ډوډۍ پیدا کولو په موخه د سړک پرغاړه بوټان رنګ کړي.  

 له دې سره هم‌مهاله، د امریکا د پراختیايي پروګرام پخواني چارواکی چې، اوس د کډوالو د نړۍوال سازمان رییس دی، د امریکا د مرستو بندېدل لېونتوب بللی او ویلي یې دي چې، دا پرېکړه به د خلکو د مرګ لامل شي.
  
د اسیا او ارام سمندر لپاره د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې رییس الکسانډر مټیو په افغانستان کې بشري وضعیت کړکېچن بللی دی. هغه ټینګار کړی چې، د افغانستان لپاره نړۍوالې مرستې کافي نه‌دي او نړۍواله ټولنه باید په دې سختو شرایطو کې له افغانستانه مخ وا نه‌ړوي. 

د اسیا او ارام سمندر لپاره د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې رییس الکساندر مټيو وايي:«په افغانستان کې بشري وضعیت هغومره خراب دی لکه تل چې و. په کلیو کې میندې د وینې له کمښت سره مخ دي او ماشومان پر سختې خوارځواکۍ اخته دي. د هېواد په ډېرو سیمو کې لا هم وضعیت بیړنی دی. خو دا چې دا وضعیت اوږدمهالی دی او دوام لري، یوازې بېړني مرستې بسنه نه کوي.»

د اقتصاد وزارت د نړۍ له خوا پر افغانستان د پراختیايي مرستو بندېدل له نړۍوالو حقونو سره په ټکر کې ګڼي او ټینګار کوي چې، د نړۍ هېوادونه باید په ټول برخو په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې پر خپلو تګلارو بیا کتنه وکړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري هم وویل:«موږ غواړو چې، هېواد په دې برخه کې پر خپل سیاست تجدید نظر وکړي او له اسلامي امارت سره، د اقتصادي مسایلو په تړاو، اقتصاد چورلیزه سیاست غوره کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل وروستي راپور کې ویلي چې، د روان زېږدیز کال په لړ کې ۲۲٫۹ مېلیونه افغانان د بشري مرستو اړتیا لري. د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې  ۱۶٫۸ مېلیونه افغانانو ته د مرستو رسولو لپاره ۲٫۴۲ مېلیارده ډالرو ته اړتیا ده.   

د اسیا او ارام سمندر لپاره د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې رییس الکسانډر مټیو په افغانستان کې بشري وضعیت کړکېچن بللی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه