ټولګټو وزارت وايي چې، د افغانستان، ازبیکستان، قرغیزستان او چین تر منځ د اقتصادي رېلي دهلیز هوکړه د ۲۰۲۵ کال لپاره هم غځول شوې ده.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وايي چې، د دغه وزارت مرستیال ازبیکستان ته د خپل سفر په لړ کې دغه هوکړه لاسلیک کړې ده.
د ویلو ده چې، دغه ریلي اقتصادي دهلیز له چین، قرغیزستان او ازبیکستانه په تېرېدو، د افغانستان له حیرتان رېل پټلۍ سره وصلېږي.
محمد اشرف حقشناس ویلي:«ازبیکستان ته د اسلامي امارت د ټولګټو وزارت د مرستیال محترم محمد اسحاق صاحبزاده د سفر په لړ کې، د افغانستان، چین، قرغیزستان او ازبیکستان هېوادونو ترمنځ د ۲۰۲۵ کال لپاره څلور اړخیزه هوکړه غځول شوې ده.»
د دغه وزارت ویاند زیاتوي چې د ۲۰۲۴ کال په لړ کې د رېل پټلۍ د دغه دهلیزله لارې د افغانستان او چین ترمنځ ۴۲۰۰ کانټینره توکي لېږدول شوي
خو د افغانستان لپاره د رېل پټلۍ د دغه اقتصادي دهلیز د هوکړهلیک د غځولو اهمیت څه دی؟
اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا په دې هکله وايي:«کله چې، موږ له یوې رېلي کرښې سره نښلو، کولای شو دوه ګټې ترلاسه کړو؛ لومړی دا چې، مارکېټ ته په کمه بیه توکې داخلېږي او له کم وخت سره کولای شو چې، موږ صادراتي یا وارداتي توکي له یوه ځایه بل ځای ته ولېږدوو.»
اقتصادي چارو شنونکی سید سېلاب سمندر هم څرګندوي:«د افغانستان، چین، ازبیکستان او قرغیزستان ترمنځ څلور اړخیزه رېلي دهلیز د هېواد د کورني صنعت د ودې او د افغانستان د محصولاتو د ودې لپاره د لارې د هوارېدو لامل کېدای شي.»
دا په داسې حال کې ده چې، پرون د ټولګټو وزارت معین په ازبیکستان کې د افغان - ټرانس پروژې د عملي کار د پیلېدو غوښتنه وکړه او د دغه هېواد د ټرانسپورټ له وزیر او نورو چارواکو سره یې په کتنه کې د حیرتان - مزار شریف د وسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو او صادراتي انتقالاتو د زیاتېدو او د وسپنې پټلیو په برخه کې د همکاریو پر پراختیا هم خبرې وکړې.
په دې اړه مو اندونه