د بهرنیو چارو وزارت د ټاپ ۵۰۰ پروژې د عملي چارو د پیل په موخه د ترکمنستان د بهرنیو پروژو له مسوول او د ترکیې له چاک هولډنک شرکت سره لومړۍ درې اړخیزه ناسته وکړه.
د ټاپ ۵۰۰ پروژه به له ترکمنستان د هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو له لارې پاکستان ته د لوړ ولتاژ برېښنا لېږدوي، چې د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ به افغانستان په کال کې د برېښنا له لېږد څخه د پام وړ ټرانزیټ ترلاسه کړي.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مسوول وایي، د دې پروژې د عملي کار د پيلېدو لپاره د بېلابېلو وزارتونو ترمنځ ګډ سکرتریت جوړ شوی دی. نوموړی زیاتوي چې ترکمنستان او ترکیه هم د دې پروژې بشپړېدو ته لیوالتیا لري.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مسوول، ضیاء احمد تکل په دې اړه وايي: "په دې ناسته کې، چې د بهرنیو چارو وزارت په کوربهتوب ترسره شوه، د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت، برېښنا شرکت او د ترکمنستان د انرژۍ وزارت د ټاپ-۵۰۰ پروژې، د هغې د عملي پيل او د دې پروژې د لارې نقشه په اړه خبرې وکړې."
بل خوا، ترکمنستاني پلاوي د ټاپ برېښنا پروژې د عملي کار د پیلېدو لپاره د لا ډېرو همغږیو په موخه د انرژۍ او اوبو وزارت له سرپرست او د افغانستان د برېښنا شرکت له رییس سره خبرې کړې دي.
د افغانستان برېښنا شرکت ویاند، حکمت الله میوندي په دې اړه وايي: "د دغې کتنې موخه د همکاریو پراخول او په افغانستان کې د تاپ پروژې پیل و."
په دې لړ کې د افغانستان برېښنا شرکت پخوانی رییس د ټاپ -۵۰۰ پروژه د افغانستان له لارې د بریښنا د لېږد له خورا مهمو پروژو ګڼي. دی وايي چې د دې پروژې عملي کار د پاکستان له لوري د ستونزو جوړولو له امله نه و پیل شوی، خو اوس ترکمنستان او افغانستان هڅه کوي چې د دې پروژې لومړی پړاو د افغانستان په خاوره کې پیل کړي، چې د افغانستان د اقتصاد د ودې او پرمختګ لپاره ګټور پرېوځي.
د افغانستان برېښنا شرکت پخوانی رییس، امان الله غالب هم وايي: "د ټاپ پروژه ځانګړی اهمیت لري، ځکه چې دا پروژه د ترکمنستان برېښنا پاکستان ته لېږدوي، او سربېره پر دې، افغانستان هم کولای شي د هرات او کندهار ولایتونو لپاره له دې برېښنا څخه ګټه واخلي."
د ټاپ-۵۰۰ پروژه د ټاپي پروژې ترڅنګ د سیمې له لویو پروژو ګڼل کېږي چې د ترکمنستان بریښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدوي.
د دې پروژې د عملي کولو هوکړه د مخکیني حکومت پر مهال د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ شوې وه، خو تر اوسه یې عملي کار نه دی پیل شوی.
په دې اړه مو اندونه