د تېرې ورځې له مازیګره تر اوسه د ډالرو په بیه کې تر څلور افغانیو کمښت راغلی دی.
د هېواد په بازارونو کې د ډالر د بیې له لوړېدو سره ریاست الوزرا له هېواده بهر د ډالرو د قاچاق د مخنیوي په موخه یو فرمان صادر کړ او د افغانستان بانک هم وروستیو څه کم دوو اوونیو کې د هېواد په بازارونو کې څه باندې ۹۰ میلیونه ډالر وویشل.
د افغانستان بانک ویاند، حسیب الله نوري په دې برخه کې وايي: لکه څرنګه چې موږ له درنو هېوادوالو سره ژمنه کړې وه چې د افغانستان بانک کافي امکانات لري، موږ وتوانیدلو چې د معقولو پولي سیاستونو په پلي کولو سره د افغانۍ له ارزښته ساتنه وکړو او پرېنږدې چې په دې برخه کې حاد نوسانونه رامنځته شي.
په ورته مهال د مالیې وزارت د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د بیې د راټیټیدو لامل په لویه کچه منفي تبلیغات ګڼي او ډاډ ورکوي چې د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول ډالر پر وړاندې د افغانیو د دایمي ثبات ساتلو لپاره هڅې روانې دي.
د مالیې وزارت ویاند، احمد ولي حقمل بیا وايي: د هېواد پولي ارزښت د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالرو پر وړاندې څه نا څه ټکنی شوی دی. عوامل په لویه کچه کورني او بهرني منفي تبلیغات ګڼل کیږي او دا چاره د هېواد د منفي اقتصاد ښکارندوي یې نه کوي.
د ډالرو په لوړېدو سره د خوراکي توکو بيې هم لوړې شوي چې د یو شمېر هېوادوالو په وینا، که څه هم د ډالرو بيه يو څه راټيټه شوې، خو د خوراکي توکو په بيو کې لا هم بدلون نه دى راغلى.
د کابل اوسېدونکی، محمد ظریف وايي: ډالر هم ارزان شول خو نرخونه په هماغه خپله لوړه بیه کې پاتې شول. موږ له اسلامي امارته غواړو چې لومړی دې نرخنامه وټاکي. پلاوی دې وټاکي چې پر هټیو وګرځي.
د کابل یو بل اوسېدونکی، خادم حسین وايي: نرخونه چې ټیټ وي یو کس کولای شي چې که سل یا ۵۰ افغانۍ پیدا کړي نو یوه ورځ یو کیلو وړه واخلي، بله ورځ یو من وریجې یا بله ورځ غوړي واخلي.
خو کابل ښاروالي د هېواد په بازارونو کې د لومړنیو توکو د بیو د ساتلو په برخه کې له هڅو ډاډ ورکوي او زیاتوي له احتکار کوونکو سره به قانوني چلند وشي.
د کابل ښاروالۍ استازی، نعمت الله بارکزی په دې برخه کې وايي: کله چې ډالر لوړيږي نو قطعاً یې پر خوراکي توکو اغیز شته. خو اجازه نه ورکو چې څوک کاذب نرخونه یا له ټاکل شوي نرخه پورته پر چا څه وپلوري.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرې یوې اونۍ په کمه موده کې د هېواد په بازارونو کې د ډالر پر وړاندې افغانیو خپل ارزښت دومره له لاسه ورکړ چې د یو ډالر بیه تر ۸۱ افغانیو پورې پورته شوې ده.
خو د پنجشنبې تر ماښامه یو امریکايي ډالر ۷۴ افغانۍ ته راټیټ شو.
په دې اړه مو اندونه