د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د پکتیکا د پلتوني بند د جوړولو چارې نږدې ۲۰ سلنې مخته تللي دي.
د دغه وزارت ویاند طلوعنیوز ته وايي، دغه بند د ۱۰۷ میلیون مټر مکعبه اوبو د زېرمه کولو او د ۲۵۰۰ هکټاره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.
مطیع الله عابد زیاتوي چې دغه بند به د ۹۳۵ کیلو واټه برښنا د تولید وړتیا هم ولري.
د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند، مطیع الله عابد و ویل: «د پکتیکا ولایت د پلتوني برښنا بند پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت یو له مهمو پروژو ده، چې کار یې شاوخوا ۲۰ سلنې مخته تللی دی. د یادونې وړ ده چې دا بند د ۲۵۰۰ هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو، د یو میګاواټ برښنا د تولید او هر کال د ۱۰۷ میلیونه مټرمکعبه اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري.»
د اقتصادي چارو ځينې شنونکي د اوبو بندونه د کرنې د ودې او د برښنا د تولید لپاره مهم بولي او ټینګار کوي چې باید د انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې زمینه برابره شي.
د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالبصیر تره کي و ویل: «موږ باید پر خپلو سرچینو کار وکړو، په ځانګړي ډول موږ د کونړ او پنجشېر سیندونه لرو او که ټول افغانستان ته وګورو، کولای شو له ۳۰ تر ۳۳ زره میګاواټه برښنا له خپلو سرچینو ترلاسه کړو.»
د اقتصادي چارو بل شنونکي، قطب الدین یعقوبي و ویل: « دغه راز پروژې د اوبو مدیریت، د کرنې وضعیت ښه کولو، د انرژۍ تولید او د کاري زمینو رامنځته کولو په برخه کې ګټورې دي.»
د پکتیکا د مرکز ښرنې په ۱۲ کیلومټرۍ کې د پلتوني بند ۳۰ مټره لوړوالی، ۲۶۰ مټره اوږدوالی او ۱۱۲ مټره پلنوالی لري.
دغه بند د موسمي اوبو د زېرمه کولو، د کرنې د ودې، او د برښنا تولید په موخه د ۸۵۱ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي.
په دې اړه مو اندونه