د کابل ښار ځینې اوسیدونکي د خوراکي ټوکو د بیو له لوړوالي شکایت لري.
دوی وایي، د ډالرو بیه ټیته شوې خو د خوراکي توکو بیه بیا لاهم لوړه ده.
له تېرې یکشنبې راهیسې د ډالر بیه ۵ افغانۍ راټیټه شوې ده. د افغانستان بانک د وروستۍ اعلامیې له مخې، نن د یوه امریکایي ډالر بیه ۷۳.۸۵ افغانۍ وه.
خو د کابل یو شمېر اوسېدونکي شکایت لري چې د خوراکي توکو بیې نه دي راټېټې شوې.
دوی وايي، له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او له مسوولانو غواړي چې دې مسألې ته جدي پام وکړي.
محمد انور، چې د کابل یو اوسېدونکی دی، په دې اړه وايي: «هر څه ګران شوي، نه یوازې وړه، بلکې ګاز، غوړي، وریجې، کچالو او د پیاز قیمتونه هم لوړ شوي دي.»
سمیعالله، بل کابلمیشتی، زیاتوي: «کله چې د ډالر نرخ پورته شي، سوداګر د خوراکي توکو بیې لوړوي، خو کله چې د ډالر نرخ ښکته شي، بیا قیمتونه نه راټیټوي.»
محمود، چې د کابل یو بل اوسېدونکی دی، و یې ویل: «هم دولت دا توان لري او هم سوداګر چې بیې راکمې کړي، خو عام خلک داسې امکانات نه لري.»
په دې لړ کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسووولان وایي چې د ډالر د بیې لوړېدو د خوراکي توکو پر بیو اغېز کړی دی او هیله من دي چې د خوراکي توکو د بیو د راټيټېدو لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خان جان الکوزی وايي: «په بازار کې د افغانی عرضه کمه شوې، او دا مسئله د ډالر د نرخ د لوړېدو لامل شوې ده. باید هڅه وشي چې دا زیاتوالی د قیمتونو پر لوړوالي ډېر اغېز و نه کړي، او هم اسلامي امارت او هم سوداګر دې موضوع ته پاملرنه وکړي.»
بل خوا، د کابل ښاروالۍ استازی ډاډ ورکوي چې د احتکار د مخنیوي او د بیو د کنټرول کمېسیون په ټول کابل کې جدي څارنه کوي او له احتکار کوونکو سره به قانوني چلند قانوني وکړي.
د کابل ښاروالۍ استازی، نعمت الله بارکزی هم وايي: «د کابل ښاروالۍ خپله ټول هڅه کوي چې هیڅوک د ګرانپلورنې حق و نه لري، او د احتکار د مخنیوي او د قیمتونو د کنټرول کمیسیون له خوا ټاکل شوي نرخونه په بازارونو کې عملي شي.»
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې خپل ډېری د اړتیا وړ توکي له بهره واردوي او وخت ناوخته د ډالر د بیې نوسانات د خوراکي توکو پر بیو منفي اغېز کوي.
په دې اړه مو اندونه