Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان د کابو ۲۰ مېلیون ډالرو په ارزښت طبي بوټي صادر کړي دي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې تېر زیږیز کال یې د ۲۰ مېلیون ډالرو په ارزښت طبي بوټي له هېواده بهر ته صادر کړي دي.

اینجې، شیرین‌بویه، زیره او سیاه‌دانه د افغانستان له هغو طبي نباتاتو دي، چې هند، امریکا، اوکراین، متحده عربي اماراتو، کاناډا، پاکستان، جاپان او ترکمنستان ته صادر شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد آخندزاده په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«د ۲۰۲۴ کال په لړ کې د ۲۰ مېلیون ډالرو په ارزښت د افغانستان ۱۵ زره او ۲۰۰ ټه طبي بوټي هند، متحده عربي اماراتو، پاکستان، ترکیې، قرغیزستان، ایران، چین، امریکا، کاناډا، جاپان، اوکراین، روسیې او ځينو نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.»

د کرنې او مالدارۍ خونه پر دې باور ده، که د افغانستان د طبي نباتاتو د پروسس او بسته‌ بندۍ برخه کې زیاتې پانګونې وشي، نو افغانستان کولای شي، چې په نړۍوالو بازارونو کې د دغو بوټو د  پلور له لارې لا ډېر عاید ترلاسه کړي.

د کرنې او مالدارۍ خونې اجرائیه رییس وسیم صافی وايي:«موږ کولای شو، چې اېنجه او زعفران دلته پروسس کړو، په دغه صورت کې زموږ خلکو ته هم د کار زمینه برابرېږي او د زموږ د کرنې او مالدارۍ ملاتړ هم کېږي.»

د اقتصادي چارو شنونکی قطب‌الدین یعقوبي هم طلوع‌نیوز ته څرګندوي:«په هغه صورت چې د دغه بوټي پلور په بریالۍ توګه ترسره شي، په هېواد کې له اقتصادي پلوه حیاتي رول لوبوي.»

په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو او د کوکنارو د کرکېلې تر منع کېدو رووسته، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کروندګرو ته زیات طبي نباتات د کوکنارو د بدیل کښت په توګه معرفي کړي دي؛ خو ډېری هغو کروندګرو چې په دې برخه کې کار کوي، تل د دغو نباتاتو لپاره د بازار موندنې غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه