Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قوش‌تېپې په دویم فاز کې ۸۷ سلنې پرمختګ شوی

د ملي پراختیا شرکت وايي، د قوش‌تېپې کانال دویم فاز د کېندلو چارو کې ۸۷ سلنې پرمختګ شوی.
 
د دغه شرکت ویاند طلوع نیوز ته وایي، د غه کانال د دویم پړاو کېدنو او د سربند جوړولو چارې روانې دي.

د دغه شرکت د خبرپاڼې لمخې، د دغه کانال د سربند چارې بیا ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

 د ملي پراختیا شرکت ویاند، نبي ‌الله ارغندیوال وايي: «د قوش‌تیپه کانال کارونه اوس په چټکۍ او د نړۍوالو انجنیري معیارونو سره سم په مختلفو برخو کې روان دي. په اوس وخت کې، د دې کانال دویم پړاو کندن ۸۷ سلنه او د سر بند جوړول ۷۵ سلنه پرمختګ کړی دی.»

بلخوا، د کرنې او مالدارۍ خونه د قوش تېپې کانال جوړېدل د افغانستان د اقتصاد او کرنې د ودې لپاره مهم ګڼي.

میرویس حاجی‌زاده چې د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال دی وايي: «قوش‌تیپې کانال ډېر حاصل‌ ورکوونکې ځمکې لري چې که په سمه توګه و کارول شي، موږ کولی شو د غنمو او وريجو په تولید کې پر ځان بسیا شو.»  

همدارنګه، د اقتصادي چارو کارپوه، نجیب‌الله صدیقی هم د دغې پروژې پر ارزښت ټینګار کړی او ویلي یې دي: «د دغه کانال شاوخوا په کار بوخت کروندګر دي چې کولی شي ډیر ښه فعالیت وکړي .»
 
د ملي پراختیا شرکت د معلوماتو لمخې، د قوش‌ تېپې کانال په اوږدو کې د اوو لویو پلونو د جوړولو چارې هم روانې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه