پنبه چې په نړۍ کې ځانګړی اقتصادي اهمیت لري، په افغانستان کې تر ډېره په سویلي، شمالی او شمال ختیځو ولایتونو کې کرل کیږي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې سږکال په ۱۷ ولایتونو کې پنبه کرل شوې چې ترې ۱۵۹ زره ټنه حاصلات ترلاسه شوي دي.
د دغې ادارې ویاند دغه راز وايي، سږکال د پنبې حاصلات د تېر کال پرتله ۳۰ سلنه زیات شوي دي
محمد حلیم رافیع، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ویاند وايي: "زموږ شمېرې ښيي چې په هېواد کې په ۱۵ ولایتونو کې ۱۵۹ زره ټنه پنبه تولید شوې ده، چې تر ټولو زیاته کچه یې، ۸۰ زره ټنه، د هلمند پورې اړه لري. زموږ څېړنې ښيي چې د پنبې تولید کچه د تیر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی موندلی دی."
په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د پنبې تر ټولو زیات تولید په لاندې ډول و.
هلمند ولایت: ۸۰ زره ټنه
بلخ ولایت: څه باندې ۳۴ زره ټنه
کندهار ولایت: څه باندې ۱۱ زره ټنه
جوزجان ولایت: نږدې ۱۱ زره ټنه
ننګرهار ولایت: څه باندې ۵ زره ټنه
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هغو کروندګرو د ملاتړ ډاډ ورکوي چې د مالوچو د کرلو په برخه کې فعالیت کوي او ډاډ ورکوي چې په دې هڅه کې دي چې د دغو محصولاتو لپاره نور نړیوال بازارونه رامنځته کړي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، مصباحالدین مستعین هم وايي: "نباتات لکه پنبه چې هم تېلی دی او هم صنعتي دی، باید د دې لپاره په داخل او بهر کې بازار موندنه وکړو او په دې برخه کې کار وکړو، او د دې د صادراتو لپاره زمینه برابره کړو، ځکه چې په دې برخه کې کم کارونه ترسره شوي دي."
ځینې اقتصادي کارپوهان پر دې باور دي چې د کورنیو تولیداتو زیاتوالي ته په پام سره، د صادراتو زیاتوالی کولای شي په بهر کې د وارداتو لپاره د اضافي لګښتونو مخنیوي وکړي او دغه راز د افغانستان په اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي.
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصیر رښتیا هم په دې اړه وايي: "هرڅومره چې صادرات زیات کړو، نه یوازې موږ کولی شو پیسې رامنځته کړو بلکې زیات شمیر کاري فرصتونه هم رامنځته شي. خو اصلي ټکی دا دی چې باید له دې فرصت نه ګټه واخلو. د حکومت د هڅو سره سره چې د صادراتو زیاتولو او د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي، اوس لازمه ده چې تولیدونکي هم زیاته هڅه وکړي ترڅو کورني توکي د نړیوالو معیارونو او استانداردونو سره سم تولید کړي."
پنبه د هېواد یو له مهمو صادراتي توکو دي، چې د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د معلوماتو له مخې، په تېر لمریز کال کې د ۲۷۳ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت بهر ته صادر شوي دي.
په دې اړه مو اندونه