Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کندهار د مرمر ډبرو کان د۳۰ کلونو لپاره یوه ترکي شرکت ته په تړون ورکړل شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د کندهار د دره نور د مرمر ډبرو کان د شپږ اعشاریه دوه مېلیونه ډالرو په ارزښت له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک کړ.

په دغو مراسمو کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت‌الله بدري ویلي، چې د دغه تړون په لاسلیک کېدو سره به سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او ترکي شرکت ژمن دی، چې د سیمې خلکو ته ټولنیز خدمتونه وړاندې کړي.

دغه د درې کیلومټره مربع کان د ۳۰ کلونو لپاره دغه ترکي شرکت ته سپارل شوی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په دې هکله وویل:«یاد شرکت به د اکتشاف، استخراج او پروسس په برخه کې ۶٫۲ مېلیونه امریکايي ډالره پانګونه وکړي. دغه‌‌راز شرکت به د خپلو ژمنو پر بنسټ، خپلې چارې له نړۍوالو معیارونو سره به ترسره کړي.»

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د کانونو او پټرولیم وزارت د مرمر ډبرو د کانونو د استخراج په برخه کې ګڼ تړونونه لاسلیک کړي او دغه ترکي شرکت ته د دغه کان سپارل هم د همدغو هڅو یوه برخه ده.

د تړوني شرکت مرستیال هم څرګنده کړه، چې دغه شرکت به له خپلې نږدې څلوېښت کلنې تجربې په کار اخیستو، استخراج شوې مرمر ډبرې پروسس او بیا نړۍوالو بازارونو ته معرفي کړي.

د تړوني شرکت مرستیال موسی امي اوغلو وايي:«زموږ ژمنه دا ده، چې موږ غواړو د افغانستان مرمر ډبرې له استخراج او پروسس وروسته د نړۍ په کچه معرفي کړو او په دې برخه کې خپل ځانګړي پېرېدونکي ولرو.»

 عبدالغفار نظامي د اقتصادي چارو شنونکی په دې هکله طلوع‌نیوز ته څرګندوي:«هغه بهرنیا چې راځي او دلته ته یې کتنې کېږي، هغه لیدلوری په سمه توګه وڅېړلی شي، چې ایا دوی په کومه برخه کې تخصص لري، په هماغه برخه کې دوی تړونونه ورکړي، نه داسې چې یو څوک د نفتو او ګازو په برخه کې تخصص لري او پر دوی بیا د ډبرو سکرو کیندنه وکړي، باید تخصص په پام کې ونیولی شي.» 

 اوس‌مهال ترکمنستان د افغانستان د  مرمر تر ټولو لوی پېرېدونکی ګڼل کېږي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، په ټول هېواد کې د مرمر ډبرو د پروسس ۱۰۸ فابریکې فعالیت کوي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه