Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په تېرو ۱۰ میاشتو کې افغانستان ته په پاکستاني صادراتو کې ۹۲ سلنې زیاتوالی

د پاکستان مرکزي بانک اعلان کړی چې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات ۹۲ سلنه زیات شوي دي.

په همدې موده کې له افغانستانه د پاکستان وارداتو هم ۱۲۵.۸۵سلنه زیاتوالی موندلی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، د ۱۴۰۳ لمریز کال په تېرو لسو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګرۍ دوه میلیارده او ۶۵ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: "د افغانستان اسلامي امارت او پاکستان په ۱۴۰۳ هجري کال کې په ټوله کې دوه میلیارد او ۶۵ میلیون ډالره سوداګري تبادله کړې چې له دې منځه ۶۵۵ میلیون ډالر صادرات او یو میلیارد او ۴۰۰ میلیون ډالر واردات دي."

یو شمېر افغان سوداګر او صنعتکاران له پاکستانه غواړي چې د سوداګرۍ د انډول د رامنځته کولو لپاره د افغانستان د صادراتو پر وړاندې خنډونه لېرې کړي.

زلمی عظیمي چې یو له افغان سوداګرو دی، وايي: "د پاکستان له لوري پر هغو ټرانزيټي توکو چې له کراچي بندره افغانستان ته راځي، مالیه اضافه شوې ده. موږ له پاکستاني چارواکو غواړو چې زموږ ستونزو ته رسېدنه وکړي."

د کابل د صنایعو د اتحادیې رییس، عبدالجبار صافي هم و ویل: "موږ باید په دوه برخو کې کار وکړو؛ لومړی دا چې د وارداتو مخه ونیول شي او دویم دا چې څنګه زموږ صادرات زیات شي."

د ډبرو سکاره، پیاز، پنبه، بانجان او انار د افغانستان له هغو مهمو صادراتي توکو دي چې پاکستان ته صادرېږي.

په داسې حال کې چې صنعتي او مصرفي محصولات لکه وریجې، درمل، سمنټ، بوره، د کتان محصولات او تازه میوې له پاکستانه افغانستان ته واردیږي.  

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه