د «ګلفوډ» نړۍوال نندارتون په دوبۍ کې د درې ورځو لپاره جوړ شوی او د افغانستان په ګډون بېلابېلو هېوادونه، خپل خوراکي صنایع په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې کوي.
وچې او تازه مېوې، زعفران او د افغانستان تولید شوې غیرالکولي څښاک د دغه نندارتون په لسو غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.
یوشمېر افغانان چې په دغه نندارتون کې یې د افغانستان کرنیز محصولات او کورني تولیدات نندارې ته وړاندې کړي، وايي چې دغه نندارتون نړۍوالو بازارونو ته د افغانستان د محصولاتو د لار موندنې لپاره یو لوی فرصت دی.
سوداګر عبدالواحد په دې هکله وویل:«په دغه نندارتون کې د یوې غرفې بیه ۱۵ زره ډالره ده او د ګلفوډ څخه بل مشهور نندارتون په نړۍ کې نشته.»
بل سوداګر اسماعیل ناصري هم وايي:«دا نندارتون د نړۍ په کچه یو ستر نندارتون دی او هر کال د افغانستان هلته ځانګړې برخه لري. دا نندارتون د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره یو له لاستهراوړونو ډک نندارتون دی.»
د «ګلفوډ» نندارتون د نړۍ د خوړکي او څښاکي توکو د صنعت تر ټولو لویه غونډه ده، چې له ۱۹۸۷ زېږدیز کال راهیسې هر کال په دوبۍ کې جوړېږي.
بل خوا، د افغانستان-امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس جیف ګریکو، چې په دغه نندارتون کې یې ګډون کړی، د افغانستان د وچو او تازه مېوو په ځانګړې توګه خرما او ممیزو ته د بېلابېلو هېوادونو په تېره بیا د امریکا د خلکو لېوالتیا ستایلې ده.
جیف ګریکو ویلي:«موږ اوس د امریکا په بازار کې د افغانانو خرما او ممیزو ته چې په نړۍ کې شهرت لري، د لېوالتیا شاهدان یو. په متحده ایالتونو او اروپا کې د مېوو د جوس لویې فابریکې هم افغان انار واردوي. نو افغانانو ډېر اوږد مزل وهلی دی او موږ پر هغه بریالیتوب ډېر ویاړو چې دوی ترلاسه کړی دی او موږ هیله لرو چې دوی به متحده ایالتونو، اروپا، ترکیې او نورو هېوادونو ته خپل صادراتي بازارونه پراخ کړي.»
له دې مخکې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي و، چې په ټولو نړۍوالو نندارتونونو کې چې په ګاونډیو او د سیمې په هېوادونو کې جوړ شوي، د افغانستان کرنیز محصولاتو او کورنیو تولیدات په ځانګړې توګه د غالیو صنایع لویه ونډه لرلې ده.
په دې اړه مو اندونه