Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د برېښنا رسونې په پروژو کې د څلور میلیارده افغانیو پانګونه

د افغانستان برېښنا شرکت رییس وايي، له کورنۍ بودجې څه باندې څلور میلیارده افغانۍ د برېښنا رسولو پروژو پر پلي کېدو لګول شوې دي.

هغه په شبرغان ښار کې د برېښنا سب سټیشنونو د پرانیستې پرمهال زیاته کړې چې، افغانستان ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره پوهې او تخصص ته اړتیا لري.

د برښنا شرکت لوی رییس، عبدالباري عمر وايي: "له څلورو میلیارده افغانیو زیاتې په پراختیایي پروژو کې لګول شوي دي. دغه پیسې نه له نړۍوال بانکه راغلي، نه د اروپايي ټولنې له لوري ورکړل شوي، نه د امریکا لخوا ورکړل شوې او نه نور چا ورکړې دي. دا د دې نظام ژمنتیا او هدف ثابتوي چې الحمدلله دلته شفافیت شته."

د برښنا شرکت لوی رییس ټینګار کوي چې افغانستان د بسیاینې لپاره پوهې او کورني تخصص ته اړتیا لري.

د جوزجان والي، ګل حیدر شفق په دې اړه وايي: "موږ دلته ګاز، سړکونه، امنیت او برېښنا لرو، نور هیچا ته بهانه نه پاتې کیږي. باید هڅه وکړو چې خپل تولیدات زیات کړو."

ورته مهال د جوزجان قومي مشران وايي ددغو دوو پروژو د چارو بشپړېدو سره شل زره کورنۍ له برښنا برخمنې شوې دي.

دوی دغه راز په دغه ولایت کې د برښنا د لازیاتو پروژو پليتابه او تولیدي کارخونو جوړولو غوښتونکي دي.

جوزجان کې قومي مشر، سید حامد اغا هم وايي: "که زموږ دا اړتیاوې پوره شي او برېښنا تأمین شي، نو نور هیڅ اړتیا نه پاتې کیږي چې زموږ اولادونه د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره د هېواد نه بهر لاړ شي او کار وکړي."

د جوزجان مرکز شبرغان ښار کې د برښنا دوو پروژو چارې د برښنا شرکت له پراختیايي پروژې له ۱۲۵ میلیونه زیاتو افغانیو په لګښت سره بشپړې او ګټې اخیستې ته سپارل شوې دي.

د برېښنا شرکت لوی رییس ټینګار کوي چې افغانستان د بسیاینې لپاره پوهې او کورني تخصص ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه