Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان او روسیې سوداګرۍ کې د پام وړ کمښت راغلی دی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان او روسیې تر منځ د روان کال په لسو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې پر تله په سوداګریزه راکړه ورکړه کې کمښت راغلی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالوماتو لمخې، د روان کال په لسو میاشتو کې له روسیې سره د ۲۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې په داسې حال کې چې، دغه شمېر په تېر کال کې ۳۲۲ میلیونه ډالره وه.

دغه موده کې افغانستان روسیې ته د درې میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي او له دغه هېواده یې د ۲۱۷ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي دي.

د صنعت او تجارت وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد طلوع‌نیوز ته و ویل: «د ۱۴۰۳ کال په تېرو لسو میاشتو کې د افغانستان او روسیې سوداګري ۲۲۰ میلیون ډالرو ته رسیږي، چې درې میلیونه ډالر صادرات، او ۲۱۷ میلیون ډالر واردات دي.»

په ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه روسیه د افغانستان یو له مهمو سوداګریزو شریکانو ګڼي او زیاتوي چې که روسیه له افغانستان سره د سوداګریزو راکړو ورکړو په برخه کې همکاري وکړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري به پراخه شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مالي او اداري سرپرست، میر زمان پوپل و ویل: «اسلامي امارت او د سوداګرۍ او پانګونې خونه هڅه کوي، چې د ټرانزیټ او ټرانسپورټي ستونزې حل کړي، ترڅو موږ وکولای شو خپل صادراتي توکي په ځانګړي ډول وچه او تازه مېوه په مستقیم ډول د روسیې بازارونو ته ولېږدوو.»

افغان سوداګر هم له روسیې سره د سوداګرۍ په برخه کې د اسلامي امارت له لوري د خپلو سوداګریزو ستونزو پر حل ټینګار کوي.

سوداګر، امید حیدري و ویل: «موږ د دواړو هېوادونو له مشرتابه غوښتنه کوو، چې د صادراتو او وارداتو د ودې لپاره کار وکړي، ځکه دا کولی شي د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره د ثبات لامل شي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالوماتو پر بنسټ، د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې روسیې ته د افغانستان تر ټولو زیات صادر شوي توکي ممیز، کاني ډبرې، د زردالو کښته، ژر پخونکي دیګونه او له دغه هېواده وارد شوي توکي نفت، اوړه، د کارخونو اومه توکي او غوړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه